د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

ولسمشر غني د طالبانو له لورې د موقت اوربند د اعلان هرکلی وکړ


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه د جون په ۹ مه د موقت اوربند اعلان د خپل حکومت زړور اقدام وباله او د طالبانو له لورې د موقت اوربند د اعلان هرکلی يې وکړ.

ښاغلي غني په یوه بل ټوېټ کې د افغانستان له نړیوالو شریکانو لکه امریکا، بریتانیا، اروپايي اتحادیې او ناټو او همدا راز د افغانستان له خلکو مننه کړې چې په دې پرېکړو کې یې د دوی ملاتړ کړی دی.

محمد حنیف اتمر
محمد حنیف اتمر

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم د دې پرمختګ د هرکلي ترڅنګ پر ټوېټر لیکلي:

"هیله ده چې دا اوربند به دوامدار شي او په افغانستان کې تل پاتې سولې ته به لار جوړه کړي."

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند قادرشاه بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دوی ډېر خوشبین دي.

قادرشاه زیاته کړه:

"طبعاً دا د سولې د مذاکراتو لپاره لومړنی ګام دی، زموږ توقع دا ده چې دا اوربند به وغځېږي او په ټول افغانستان کې د سولې او ثبات یو پېلامه شي، زموږ امېدواري ډېره زیاته ده."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جون د میاشتې په اوومه په یوه بیان کې وویل:

"د روژې د مبارکې میاشتې له اووه ویشتمې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کېږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي."

په بیان کې راغلي وو چې داعش، القاعده او نورې بهرنۍ ترورېستي ډلې له دې اعلانه مستثنی دي.

تر دې وروسته وسله والو طالبانو هم له خپل لوري، د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او ویې ویل چې وسله وال به یې په دې موده کې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو تعرضي حملې نه کوي.

د افغانستان د حکومت له لورې د موقت اوربند د اعلان په پراخه کچه هرکلی شوی دی.

د امریکا دفاع وزیر جيمز مټېس د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان ولسمشر د کافي اعتماد له مخې له خپله لوري موقت اوربند اعلان کړ.

جیمز مټېس
جیمز مټېس

مټېس د جون په اتمه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان پر حالاتو د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل:

"د افغانستان حکومت د ناټو په مرسته، د خپلو خلکو لپاره د داسې باثباته سیاسي نظم په لټه کې دی چې ټول په کې شامل وي."

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر او د ایران او روسیې په ګډون، د یوشمېر بهرنیو حکومتونو له لورې هم د دې پرمختګ هرکلی شوی دی.

خو د هلمند د "سولې کاروان" غړي سره له دې چې د موقت اوربند هرکلی کوي، د جګړې پر دواړو خواوو غږ کوي چې له دې موقع کار واخلي او د اوربند د دایمي کولو لپاره مذاکرې پېل کړي.

د هلمند د "سولې کاروان" ویاند بسم الله وطندوست بېګا ازادي راډیو ته وویل، د جګړې دواړه خواوې باید ترورېستي ډلو ته د دې پرمختګ د تخریب اجازه ور نه کړي.

د هلمند د سولې کاروان غړي
د هلمند د سولې کاروان غړي

بسم الله وطندوست وایي:

"په دې اوربند کې اوس هم کوچنۍ ستونزې شته، د بېلګې په ډول، په اوربند کې یوازې طالبان شامل شوي، داعش او القاعده ورڅخه مستثنی دي، طالبانو هم ویلي چې د افغان ځواکونو پر ضد به جګړه نه کوي، خو د امریکایانو په اړه د هغوی دریځ مخکنی دی او خپلې جګړې ته دوام ورکوي، یعنې که بیا طالبان او بهرنیان سره لاس او ګرېوان کېږي، بیا به هماغه کیسه وي، جنګ به روان وي."

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو پخوانی سلاکار محمد شفیق همدم وايي، سره له دې چې اوربند د لنډ وخت لپاره دی، خو څرګندوي چې د سولې لپاره د افغانستان د حکومت وروستیو هڅو ښه نتيجه ورکړې ده.

محمد شفیق همدم وویل:

"که چېرې د دوی دا درې ورځنی اوربند ښه نتيجه ورکړي، دا به د سولې لپاره یو لوی قدم وي او د دایمي سولې لپاره به لاره هواره کړي.

د شفیق همدم په وینا، د لنډمهالي اوربند اعلان څرګندوي چې په نړۍ کې د افغانستان د وضعیت په اړه تفاهم رامنځته شوی او وسله وال طالبان هم پوهېدلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه او نړیوال ائتلاف د هغوی پرضد له جګړې لاس نه اخلي، نو د سولې د لارې غوره کول به يې په ګټه وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د امریکا د نوي حکومت دجنوبي اسیا پالیسي بریالۍ بللې ده.

دې لوړ رتبه امریکايي جنرال د جمعې په ورځ په بروکسل کې د افغانستان پر حالاتو غونډې ته وویل چې د امریکا د حکومت د جنوبي اسیا پالیسي، په افغانستان کې دښمن او ملاتړ کوونکو ته يې دا پیغام ورکړی چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته انتظار ګټه نه لري، ځکه هغوی به یوازې په مشروط ډول وځي.

XS
SM
MD
LG