د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء یو سلاکار وايي، له طالبانو سره د اوربند پر مهال به هغو سیمو ته یو شمېر خلک د خبرو لپاره ولاړ شي چې طالبان پهکې موجود دي.
د سولې شورا د دارالانشاء سلاکار عزیز الله فضلي پرون یکشنبه شپه دا خبره له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وکړه.
له ښاغلي فضلي سره د ازادي راډیو خبریال صفيالله ستانکزي مرکه کړې او له طالبانو سره د خبرو د هڅو په اړهیې له هغه پوښتنه کړې ده.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: