د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د افغانستان جمهوري ریاست د اوربند په اړه د طالبانو له تصمیمه هرکلی وکړ


د افغانستان جمهوري ریاست د اوربند په اړه د وسله والو له تصمیمه هرکلی وکړ.

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت د اوربند اعلان ته مثبت ځواب ورکړ، د افغانستان جمهوري ریاست د طالبانو دغه تصمیم وستايه.

د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري د شنبې په ورځ له غرمې وروسته په یوه خبري غونډه کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې اعلان کړي اوربند ته ژمن پاتې شي.

محمد هارون چخانسوري
محمد هارون چخانسوري

ښاغلي چخانسوري وویل:

"د افغانستان حکومت د هر هغه اقدام که هغه لوی وي که کوچنی چې د یوه افغان د ویني د تويېدو مخه پکې ونیول شي، هرکلی کوي، هیله لرم چې د دې اوربند د تطبیق په برخه کې طالبان ژمن و اوسي."

طالبانو د شنبې په ورځ د یوې په خپرولو سره خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند مراعت او د افغان ځواکونو پر ضد تعرضي بریدونه ودروي.

دغې ډلې په خپره شوې اعلامیه کې پر بهرنیو ځواکونو بریدونه له دې امره مستثنا ګڼلي دي.

طالبانو داسې مهال د جګړې د اوربند دریځ غوره کړی چې له دې وړاندې د تېرې پنجشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د یوه ویډیويي پیغام له لارې د روژې له اوویشتمې د اختر تر پنځمې ورځې پورې د یو اړخیز اوربند اعلان وکړ.

ولسمشر غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښونه کړې چې په دې موده کې دې پر افغان طالبانو برید نه کوي، خو ټينګار یې کړی چې داعش، د القاعدې ډله او نورې ترورېستي ډلې د اوربند په اعلان کې نه دي شاملې.

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ د طالبانو پر ضد جګړه پیل شوې، دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا یو د بل پر وړاندې د اوربند اعلانونه کېږي.

د وسله والو طالبانو پر وړاندې د اوربند اعلان او د دغې ډلې پر وړاندې د ولسمشر غني دریځ له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی.

سیاسي ګوندونو، ځینو ډلو او عامو خلکو ترې په پراخه کچه هرکلی کړی، خو د ملي امنیت د پخواني رئیس امرالله صالح په ګډون یو شمېر بیا وایي چې دا اوربند ناوړه او خونړۍ پایلې لرلای شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل دا د باور جوړونې لپاره لومړني ګامونه دي او ښې نتیجې لرلای شي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

دی وایي:

"مونږ هیله مند یوو چې دا به د مخامخ او نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره لومړني ګامونه وي، تر څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو او سولې لپاره د افغانانو اوږدمهاله هیلې په واقعیت بدلې شوې وي، مونږ هیله لرو چې دا لومړني ګامونه اوږدمهاله اوربند ته زمینه برابره کړي."

له دې سره د افغانستان مشرانو جرګه د دواړو لوریو له خوا د اوربند اعلان خورا نېک ګام بولي، خو وايي چې مراعت کول يې مهم او حساس دي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل:

"مونږ دا کار په نېک فال نیسو چې دری ورځنی اوربند په هېواد کې د جګړې د ختم پیل وي او طالبان هم له دغې جګړې د هر وخت لپاره لاس واخلي، هیله لرو چې دوی د افغانانو په توګه دلته فعالیت وکړي، خو له دې ټولو سره افغان ځواکونه باید خپل چمتووالی ولري چې له دغه فرصته څوک ناوړه ګټه وانخلي او خدای مکړه هڅه وکړي چې د حکومت او طالب تر منځ دا فضا خرابه کړي."

د افغانستان په چاپي، برښنايي او ټولنیزو رسنیو کې د اوربند اعلان خورا زیات خپور شوی او ډېرو خلکو د حکومت او بیا د وسله والو طالبانو له دغه ګامه هر کلی او ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا، سیاسي ډلو او عامو خلکو تر څنګ امریکا، ناټو، روسيې او ځينو نورو هېوادونو هم د اوربند له پرېکړې او اعلانه ملاتړ کړی او دا کار یې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره مهم ګام ګڼلی دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG