افغانستان
قادرشاه:د موقت اوربند اعلان د سولې د خبرو لپاره لومړی ګام دی
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د جګړې د دواړو خواوو له لورې د موقت اوربند اعلان د سولې د خبرو او مذاکرو لپاره لومړی ګام دی.
د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دایمي اوربند د ټینګولو لپاره خوشبیني زیاته ده او د افغانستان حکومت به د دایمي سولې د ټينګښت لپاره هره هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د طالبانو له لورې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی وکړ.
د افغانستان د حکومت له لورې به د افغان طالبانو په وړاندې د روژې د مبارکې میاشتې له اووه ویشتمې د کوچني اختر تر پینځمې نېټې اوربند وي.
د طالبانو له لورې یوازې د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د افغان ځواکونو په وړاندې اوربند اعلان شوی دی.
دا اقدام د افغانستان د جګړې په وروستیو ۱۷ کلونو کې ساری نه لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په نورستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته پورته شو
په نورستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته پورته شو.
د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت نن سه شنبې په یو ویډيو پیغام کې وویل،" د نورستان په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې د سیلابونو له کبله ۲۳کسان مړه، ۸۰ تنه ټپیان او له سلو ډیر لا هم تري تم دي".
د همت په ټکو، دغو سیلابونو په پراخه کچه خلکو ته مالي زیان اړولی دی.
پرون دوشنبې په نورستان کې له شدیدو بارانونو وروسته سیلونه راووتل.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې سیلابونه په مرکز پارون او نورو سیمو کې ودانۍ لاندې کوي او سخت زیانونه اړوي.
بل پلو، د هوا پیژنې ریاست نن سه شنبې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې د شدید باران او له کبله يې د سیلابونو د جاري کیدو اټکل کړی دی.
خیبرپختونخوا ایالت کې سېلابونو د افغان کډوالو یو موټر وړی
پاکستاني رسنیو د مرستندویو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ یو موټر چې افغان کډوال پهکې سپاره وو، سېلاب په مخه کړ او د ورځې تر پایه یوازې د درېیو کسانو مړي وموندل شول.
پېښه لنډي کوتل کې شوې او چارواکي وايي د موټر د نورو سورلیو د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
تر اوسه دا معلومه نهده چې موټر کې څو کسه سپاره و، خو راپورونه وايي دغه کډوال افغانستان ته د ستنېدو په لار و.
د پاکستان حکومت د جولای له ۱۰مې راهیسې د هغو افغان کډوالو د نیولو لپاره نوی کمپاین پیل کړی چې د دوی په وینا پاکستان کې د اوسېدو لپاره د اعتبار وړ اسناد نهلري.
د افغانانو لپاره د کډوالۍ غمیزه؛ د نیمروز په دښتو کې لا هم ۱۴ کسان ورک دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سی ار) وايي چې د نیمروز ولایت په دښتو کې لا هم ۱۴ افغانان ورک دي.
یادې ادارې د دوشنبې په ورځ «د سرطان په ۲۹مه» په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې د هغو پنځو ځوانانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي چې مړي یې په دغو دښتو کې موندل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د خپلو سیمهییزو همکارانو په مرسته د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره په سیمه کې حضور لري.
تر دې مخکې نیمروز کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي و چې د هغو پنځو ځوانانو جسدونهیې موندلي چې ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال د دغه ولایت په دښتو کې مړه شوي وو او د نورو ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا پېښه یوه غمجنه فاجعه بللې او ټینګار یې کړی چې د خلکو د خوندیتوب او د خوندي فرصتونو د برابرولو اړتیا شته، څو خلک اړ نهشي چې د ښه ژوند په لټه کې خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.
UNHCR: سویس د زیانګالو افغانانو د لاسنیوي لپاره ورسره نوې مرسته کړې
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنیري د سویس د ۲،۴ میلیون ډالرو د مرستو هرکلی کوي او وایي چې د دې هیواد په دې سخاوتمندانه مرستو به وکولای شي چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو چارې مخ ته یوسي. دې ادارې نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دې مرستو سره به دغه راز وکولای شي چې په ټولنو کې د راستنېدونکو کسانو د ادغام او زیانګالو ټولنو دوامداره ملاتړوکړي.
د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنیري ویلي چې په افغانستان کې د زیانګالو د لاسنیوي لپاره کافي بودیجه نه لري او تراوسه د هغې بودیجې چې دې کمیشنیرۍ په روان کال کې د دې هیواد لپاره غوښتنه کړې، یوازې ۲۵ سلنه یې تامین شوې ده.
د افغانستان په شمال کې زلزله شوې
د امریکا د جیولوژۍ سروې اداره د دوشنبې سهاروختي د افغانستان په شمال کې د یوې زلزلې خبر ورکوي.
دې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښترپه کچه ۴،۵ درجې ثبت شوی، د بدخشان ولایت د جرم ولسوالی په ۹۷ کیلومترۍ کې ۱۰۵ کیلومتره ترځمکې لاندې وو. د دې ادارې په وینا د دغې زلزلې ټکانونه ښایي په جرم او شاوخوا سیمو کې احساس شوي وي.
شاوخوا درې میاشتې مخکې هم په سیمه کې دوه پرله پسې زلزلې شوې وې چې د یوې شدت یې د ریښترپه کچه ۵،۳ او د بلې ۴،۵ وو. د دغو زلزلومرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و.
په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هندوکش په غرونو کې ډیرې زلزلې کیږي.
ایران یو افغان تبعه د یکشنبې په سهار اعدام کړی
د ایران قضایه قوې د اصفهان د «میدان علیخاني» له قضیې سره په تړاو د یوه افغان او یوه ایراني د اعدام خبر ورکړ.
د ازادې اروپا فردا راډیو د راپور په اساس میزان اژانس چې د ایران قضایه قوې پورې تړلې ده خبر ورکړی چې د عرفان اسفندیاري او افغان تبعه ګل محمد محمدي اعدام د یکشنبې په سهار د اصفهان په دستګرد زندان کې اجرا شو.
تېره اوونۍ په ایران کې د نیول شویو کسانو د وضعیت د تعقیب کمېټې خبرداری ورکړی و چې د اصفهان د «میدان علیخاني» له قضیې سره د تړلیو ۱۲ کسانو لپاره د اعدام حکمونه د ایران د سترې محکمې له خوا تایید شوي.
د راپورونو له مخې په دې ۱۲ کسانو کې د افغانستان څو اتباع هم شامل دی.
د اصفهان علیخاني میدان قضیه د ۱۴۰۴ کال د جدي/سلواغې ۱۸مې پېښه ده چې د ایران د بسیج ځواکونو څلور غړي په یوه برید کې ووژل شول.
له پېښې سره په تړاو لږ تر لږه ۵۹ کسان نیول شوي.
ایران په دې وروستیو کې د نورو ایرانیانو تر څنګ ګڼ افغانان هم اعدام کړي.
د ایران د بشري حقونو سازمان ههنګو په اصفهان کې د افغان تبعه ګل محمد محمدي د اعدام خبر تایید کړی.
د دغه سازمان د یوه راپور په اساس ایران تېره جون میاشت لږ تر لږه ۱۰۹ کسان اعدام کړي. په دې ډله کې پنځه افغان اتباع هم شامل دي.
په نیمروز کې د ۱۴ لادرکو افغانانو د لټون عملیات روان دي
په نیمروز کې طالب چارواکي وایي چې د ۱۴ لادرکو افغانانو د لټون عملیات روان دي.
مخکې د ۱۹ کسانو د ورکېدو خبر ورکړل شوی و چې له ډلې یې د نیمروز د امنیه قومندانۍ د ویاند ګل محمد قدرت په خبره د پنځو تنو مړي پيدا شول.
د قدرت په ټکو،"دغو ځوانانو په دښتو کې لار ورکه کړې وه چې د تندې او لوږې له کبله مړه شوي دي".
دا کسان ظاهراً ایران ته د تلو په نیت د نیمروز په دښتو کې ورک شوي.
د لادرکو کسانو د لټون د عملیاتو اړوند خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پوځي هیليکوپټر او موټر د نیمروز په دښتو کې ګرځي.
په یوه ورځ کې څه باندې ۴زره افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي
په یوه ورځ کې څه باندې ۴زره افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي،"یوازې د جمعې په ورځ نژدې ۸۰۰کورنۍ افغانې کورنۍ چې ۴۲۳۵کسان کیږي افغانستان ته ستنې شوي دي".
هغه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، ډیر شمیر دغه کورنۍ د تورخم له لارې راغلي.
د فطرت په ټکو،"له ایرانه هم نژدې ۲۰۰ افغان کډوال افغانستان ته اخراج شوي دي".
پاکستان د روانې جولای میاشتې له لسمې راهیسې یو ځل بیا د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ پیل کړه.
په وروستیو کې کلونو کې په میلیونو افغان کډوال له پاکستان او ایرانه بیرته افغانستان ته اخراج شوي دي.
د نیمروز په دښتو کې د هغو پنځو ځوانانو جسدونه موندل شوي چې غوښتل يې په قاچاق لارو ایران ته لاړ شي
د نیمروز ولایت په دښتو کې د هغو پنځو ځوانانو جسدونه موندل شوي چې غوښتل يې په قاچاق لارو ایران ته لاړ شي.
د دې ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند ګل محمد قدرت نن یکشنبې سیمه ییز رسنیو ته ویلي، "د هغو نهو ځوانانو له ډلې چې غوښتل يې په قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي د پنځو تنو جسدونه موندل شوي او څلور نور نادرکه دي".
د قدرت په ټکو، جسدونه په دښتو کې موندل شوي.
قدرت وړاندې وویل،"دغو ځوانانو په دښتو کې لار ورکه کړې وه چې د تندې او لوږې له کبله مړه شوي دي".
یو شمیر سیمه ییزو رسنیو د دغه ځوانانو شمیر ۱۹کسان ښودلی دي.
دا معلومه نه ده چې دغه ځوانانو کله سفر پیل کړی و، خو په ټولنیزو کې د هغې هلیکوپترې ویډيوګاني چې ظاهرا په کې د دغو ځوانانو په لټه کې ده د شنبې ورځې راهیسې لاس په لاس کیږي.
له کلونو راهیسې افغان ځوانان د کار په لټه ایران ته په قاچاقي لارو سفر کوي.
له دې مخکې هم په ځلونو په دې لار په سلهاوو افغان ځوانانو ژوند بایللی دی.
UNDP وایي، د سوداګرۍ جوازونو د ترلاسه کوونکو ښځو شمېر په تېرو پنځو کلونو کې لس برابره شوی دی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د شمېرو پر بنسټ ویلي چې له ۲۰۲۱ کال مخکې د ښځینه سوداګرو د رسمي جوازونو شمېر د ۶۰۰ او ۱۰۰۰ ترمنځ و، خو اوس له لسو زرو څخه اوښتی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د استازي مرستیال، دوئل موکرجي، په هغې مرکې کې چې د شنبې په ورځ د دې ادارې پر پاڼه خپره شوې، ویلي چې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتېدو اصلي لامل دا دی چې د ژوند نورې لارې ورباندې تړل شوې دي.
هغه زیاته کړې چې هغه ښځې چې یو وخت یې غوښتل انجینیرانې یا وکیلانې شي اوس غالۍ اوبي او یا هم صابون تولیدوي.
موکرجي وايي، ډېری ښځې په کوچنیو او ټیټ عاید لرونکو سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي.
د۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې په ډېری دولتي ادارو او نادولتي بنسټونو کې له کار کولو منع شوې دي. سربېره پر دې، دوی د منځینو زده کړو، لوړو زده کړو او د تګ راتګ په ګډون د ټولنې په ډیرو برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.