د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د موقتي اوربند په اړه د کابل چاپ ورځپانو اندونه


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، دوه اړخیزه اوربند افغانان هیله مند کړي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د افغانستان ستونزه سیاسي ده، روانه جګړه هم نه جهاد دی او نه د وطن د ژغورلو جګړه، بلکې د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا د افغانستان د تباهۍ جګړه ده.

ورځپاڼه لیکي، هره خوا افغان وژل کېږي او د جګړې اصلي زیانمن هم همدا افغانان دي، نو ځکه یو وار بیا غږ کوو چې د افغانستان په اړه پر جګړه له تمرکزه باید ډډه وشي او د جګړې دواړه لوري دې په اول قدم کې اوربند او په دوهم قدم کې سوله وکړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلي، طالبانو د سیاسي سټیج پر خوا نیولی ګام پورته کړ.

د مطلب لیکوال لیکي، د طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند اعلان ښيي چې دغې ډلې تر یوې اندازې پورې په سیاسي میدان کې لوبېدو ته زړه ښه کړی او دا یې لومړی ګام و.

په مطلب کې دا هم راغلي چې طالبانو ته د حکومت له خوا تر دې وړاندې په وار وار د سولې بېلابېل وړاندیزونه شوي دي، خو دغې ډلې یو په بل پسې تر پښو لاندې کړي.

په مطلب کې د یو شمېر سیاسي شنونکو په حواله راغلي چې ولسمشر غني تر بل هر چا سولې ته ژمن دی او د اتو ورځو یو طرفه اوربند په اعلانولو سره یې ثابته کړه چې له زړه سوله غواړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي دي.

هېواد لیکي، د سولې د ارمانجنو او جګړه ځپلو افغانانو د یوې سترې غوښتنې په توګه په هیواد کې د رښتینې، تل پاتې او سراسري سولې لوړ هدف ته د رسېدلو په موخه له طالبانو سره د سولې لپاره د ولسمشر غني اعلان شوی اوربند د مخالفو طالبانو له مثبت غبرګون سره مخ شوی دی.

هېواد لیکلي، طالبانو په دې اړه په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چې دوی به خپلو زندانونو کې د بندیانو په اړه څېړنې وکړي او هغه بندیان چې حکومت سره د نور کار نه کولو په اړه دوی ته تضمین ورکوي، خوشې به یې کړي.

ورځپاڼه وايي، طالبانو دا هم ویلي چې دوی به بندیانو سره د دوی د کورنیو او دوستانو د ملاقاتونو زمینه برابره کړي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، یو بې ساری ګام او یوه ستره خوشحالي.

په سرمقاله کې وړاندې د موضوع په تړاو راغلي، دا د جګړې په اوج کې تر ټولو ښه خبر دی او ښايي له کلونو ځنډ وروسته لومړی خبر وي چې افغانان پرې دومره خوشحاله شوي وي او په دې تړاو یې له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه پراخه مننه کړې وي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، به کور دننه یوه بې سارې خوشحالي روانه ده او خلک وايي چې له کلونو وروسته به رښتینی اختر ولري.

XS
SM
MD
LG