د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

اصف صدیقي: افغانستان تر بل هر وخت سولې ته نېږدې شوی


د امریکا له خوا له طالبانو سره د خبرو د تیاریو په اړه، په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هیلې زیاتې شوي دي.

د افغانستان مشرانو جرګه، له طالبانو سره خبرو ته د امریکا د چمتووالي په اړه وايي، د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره له بل هروخت نه زیات فرصت برابر شوی دی.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ «۱۳۹۷کال غبرګولې ۱۹»ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت لخوا له طالبانو سره د اوربند اعلان او په ورته وخت کې د سولې خبرو ته د امریکا لخوا، د تیاریو ښودل ښیي چې هېواد سولې ته نېږدې شوی دی.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"دغه فرصت په دې خاطر برابر شوی چې پر ګاونډیو هېوادونو د امریکا او ناټو فشارونه زیات شوي څو د طالبانو ملاتړ کم کړي، امریکا غوڅه اراده ښودلې چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او د طالبانو لخوا د اوربند اعلان، د سولې لپاره یو شین څراغ دی."

له هغې وروسته چې افغان حکومت له طالبانو سره د روژې له ۲۷ مې نه د اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ، طالبانو هم د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، خپلو ټولو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په درې ورځو کې اوربند وکړي او پر افغان امنیتي ځواکونه دې حملي نه کوي.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر د مرستیال دستیار لیزاکورتس له طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند هرکلی کوي وايي، واشنګټن تیار دی چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

کورتس ویلي چې امریکا نه شي کولی د سولې په پروسه کې د افغانستان ځای ونیسي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د یوناما د سولې او پخلاینې رئيس ستیف بروکینګ ویلي چې د طالبانو نظامي کمېسیون په دې باور دی چې په افغانستان کې بری د جنګ له لارې ممکن نه دی.

د ده په خبره د افغانستان په حکومت او د طالبانو په ډلو کې، داسې کسان شته چې د سولې د پروسې له ګډوډولو او د جنګ له دوامه، پیسې ترلاسه کوي.

امریکا په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتوالی ښيي چې دغې ډلې پخوا تردې له امریکا نه غوښتې وو چې له طالبانو سره دې، مشروطو مذاکراتو ته حاضره شي خو امریکا هغوی افغان حکومت ته راجع کړل.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو ته وویل، که امریکا د سولې خبرو ته رښتینې وي، نو د ده په خبره د طالبانو سیاسي مسؤلینو ته دې ورشي او پروسه دې پیل کړي.

یو امریکایي شنونکی بارنټ روبین په دې باور دی چې پاکستان، روسیه، چین او ایران له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري او نه یې پرېږدي چې په افغانستان کې ثبات ټینګ شي، ځکه د دغه هېواد ثبات، د سیمې په زړه کې د امریکا د پوځ د اډې د ثبات په مانا دی.

ځینې افغان سیاست پوهان هم وايي، د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او واک ترسره شي.

احمد سعیدي په دې اړه وايي:

احمد سعیدي
احمد سعیدي

"که امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو او مذاکراتو ملاتړ وکړي نوښه کار دی خو که امریکا په مستقیمه توګه له طالبانو سره مذاکرات وکړي، د افغانستان استقلال او ملي حاکمیت به ترپوښتنې لاندې راشي."

ښاغلی سعیدی ټنیګار کوي چې امریکا باید طالبان وهڅوي چې د امریکا په منځګړیتوب له افغان حکومت سره خبرې وکړي ځکه، طالبان حاضر دي چې یوازې له امریکا سره خبرې وکړي نه له افغان حکومت سره.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG