د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د افغان حکومت او طالبانو د اوربند د اعلان په اړه نړیوالې تبصرې


ګڼو لوېدیځو رسنیو د وسله والو طالبانو له خوا د کوچني اختر په درې ورځو کې د اوربند پر اعلان راپورونه او لیکنې خپرې کړې دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه په یوه راپور کې ویلي، وسله والو طالبانو د اختر په ورځو کې د افغان ځواکونو پر ضد د بریدونو د ځنډولو اعلان وکړ.

ورځپاڼه وايي، دا اعلان یو داسې حرکت دی چې کولای شي، د افغانستان د سولې په هغې پروسه کې چې د اوږدې مودې راهېسې یې لپاره هڅې کېږي، نوې ساه پو کړي.

نیویارک ټایمز د طالبانو تر اعلان مخکې د ولسمشر اشرف غني له خوا ددې ډلې خلاف د روژې له اووه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې د اته ورځني اوربند اعلان ته هم اشاره کوي او وايي، دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې هغو ولسي وګړو ته چې له ۱۷ کلونو راهېسې د روان کړکېچ له کبله زیانونه ګالي، په موقته توګه د تاوتریخوالي د کمېدو هیله ورکول کېږي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د طالبانو له خوا د افغان ځواکونو په وړاندې د اوربند اعلان په داسې یوه ورځ کېږي چې په دې هېواد کې یوه بله خونړۍ شپه تېره شوه.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې وايي چې یوازې په درې ولایتونو کې د شنبې او جمعې د ورځې ترمنځ شپه کې د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت پلوو ملېشو ۵۰ تنه سرتېري وژل شوي دي.

ورځپانه همدارنګه وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو او په دې هېواد کې د سولې د هغې پروسې د بیا پیلولو لپاره چې بیا بیا له خنډونو سره مخ ده، په دې وروستیو کې قوي هڅې روانې دي.

ټيلګراف:

ټيلګراف ورځپاڼې د طالبانو له خوا د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند د اعلان په اړه ویلي، دا د افغانستان د دوو لسیزو په جګړه کې چې د سولې پرله پسې هڅې په کې ناکامې شوې دي او لسګونه زره کسان پکې مړه او ټپیان شوي، تر ټولو هیله بښونکی اقدام دی.

ټیلګراف ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال څرګندونې راخیستي چې د طالبانو دا اعلان یې د سولې د لیدلوري پر خوا یو مهم ګام بللی دی.

ورځپاڼه د وسله والو طالبانو د اعلامیې په حواله وايي، خپلو قوماندانانو ته یې دا هم ویلي چې د افغان ځواکونو هغه بندیان هم خوشې کړي، د چا په اړه چې ډاډمن وي چې بېرته له افغان ځواکونو سره نه یوځای کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا اوربند ښايي د طالبانو د خپل منځي انسجام لپاره هم یوه ازموینه وي او ترې څرګنده به شي چې د دې وسله والې ډلې لوړپوړي مشران چې ویل کېږي، تر ډېره پاکستان کې دي، په افغانستان کې دننه پر خپلو سیمه اییزو قومندانانو کنټرول لري او کنه؟

ورځپاڼه د یو لوېدیځ ډیپلوماټ له خولې وايي چې په دې درېیو ورځو کې به د وسله والو طالبانو د یووالي امتحان وي او که چېرې د طالبانو ترمنځ بېلابېلې ډلې دا اوربند ونه مني، په هغه صورت کې به برېدونه دوام وکړي.

ګارډین:

د ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې هم د اختر په مناسبت د طالبانو د درې ورځني اوربند او افغان ولسمشر له خوا د اته ورځني اوربند پر اعلان لیکنه کړې او وايي چې دا پرمختګ له هغې څو ورځې وروسته کېږي چې په کابل کې د افغانستان دیني عالمانو له دواړو لورو د اوربند غوښتنه وکړه او په یوه فتوا کې یې په افغانستان کې ځانوژونکي بریدونه ناروا وبلل.

XS
SM
MD
LG