د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

ملي ارمان: د علي احمد عثماني لیرې کېدل بیا د ارګ او سپېدار اختلافونه جدي کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د اوربند او د سولې په تړاو د شانګهای د غړو هېوادونو د ملاتړ او دغه‌شان د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ د اختلافونو د دوام په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په یو مطلب کې لیکلي، د شانګهای غړو هېوادونو د افغانستان په سوله او امنیت ټینګار کړی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې افغان ولسمشر د شانګهای په ۱۸مه ناسته کې د یاد سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

په مطلب کې د ولسمشر په حواله راغلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی، نو ځکه باید ټول په‎دې برخه کې هڅې وکړي.

  • ماندګار

ماندګار ورځپاڼې هم په خپل یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي دي، په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره یوه اوږده لار مخ ته ده.

ورځپاڼې د فرانسې له خبري اژانس سره د یوه فرانسوي شنونکي خبرې راخیستي چې ویلي یې دي، د جنګ د ختمېدو لپاره په افغانستان کې د پخوانیو هڅو تر ناکامېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره اوربند ته د طالبانو د تمې خلاف پرېکړه کېدای شي، د سولې د خبرو لپاره یو ګام وګڼل شي.

ورځپاڼې د یوه افغان شنونکي برهان عثمان څرګندونې هم په‎دې تړاو راخیستي چې ویلي یې دي، که دوه اړخیزه هوکړه عملي شي، دا به په راتلونکي کې د سولې په برخه کې د نورو مؤثرو اقداماتو لپاره یوه پیلامه وي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې دا اوربند به د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ په اعتماد جوړونه کې هم مرسته وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکه ورځپاڼه بیا د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ پر اختلافونو تم شوې او په خپل یو مطلب کې یې لیکلي دي چې د ملي وحدت حکومت مشران له هغې لارې وتلي، کوم چې باید د ملي وحدت د حکومت د سیاسي هوکړې له مخې پرې تللي وی.

ورځپاڼې لیکلي، د ولسمشر له‎خوا د اوبو او انرژۍ د وزیر علي احمد عثماني د لیرې کېدلو مسئلې بیا د ارګ او سپېدار ترمنځ اختلافونه جدي کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم په‎دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې دا اختلافونه به د خلکو اعتماد پر حکومت کم کړي او وضعیت به کړکېچن کړي.

XS
SM
MD
LG