د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

مشرانو جرګه: د دیني عالمانو امنیت ته دې جدي تدابیر ونیول شي


د مشرانو جرکې ځینې غړي اندېښنه ښيي چې په کابل کې د دینې عالمانو له ناستې وروسته، پر یو شمېر دیني عالمانو حملې شوي او ځینې ترور شوي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په ځینو ولایتونو کې د دینې عالمانو امنیت خوندي نه ګڼي.

دوی وايي، په کابل کې د دینې عالمانو له ناستې وروسته د دوی ګواښل زیات شوي دي.

د دغې جرګې غړي قاري میرحاتم تره خېل د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غبرګولې۲۰» د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، لازمه ده چې د دیني عالمانو امنیت ته تدابیر ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"له کومې ورځې راهیسې چې دینې عالمان په کابل کې راټول شول او فتوی یې ورکړه، له هغې وروسته د دیني عالمانو امنیتي وضعیت خراب شوی دی، په کندهار، هرات او لغمان کې دیني عالمان شهیدان کړای شول، که دا وضعیت دوام ورکړي او پام ورته ونه شي، حالات به بحراني شي."

ده وویل، د ختیځو ولایتونو د دیني عالمانو د ټولنې مشر چې تل یې د حکومت او امنیتي ځواکونو په ملاتړ خبرې کولې، د جمعې له لمانځه وروسته چې کورته روان و، د بم حمله پرې وشوه او ووژل شو.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ په زرګونو دیني عالمانو په کابل کې په یوې ناسته کې، د هېواد روانه جګړه ناروا وبلله او د ښکېلو اړخونو یې وغوښتل چې اوربند وکړي.

دغو دیني عالمانو داهم وویل چې په افغانستان کې جهاد جواز نه لري او ځان وژونکي حملې حرامې دي.

دغه دیني عالمان چې د کابل د لویې جرګې په خېمه کې، په هېواد کې د روان جنګ، ځان وژونکو حملو او چاودنو تر حرام ګڼول وروسته، له خیمې نه د وتلو په حال کې وو، ځان وژونکې حمله پرې وشوه چې شااوخوا شل کسانو ته په کې مرګ وژوبله واوښته.

له دغې پېښې وروسته په کندهار او هرات ولایتونو کې هم پر یو شمېر دینې عالمانو د بریدونو خبرونه خپاره شول.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د جرګې په غونډه کې د دیني عالمانو د امنیت مسئله جدي وګڼله او له حکومته یې وغوښتل چې دعالمانو امنیت ته پام وکړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د دیني عالمانو د امنیت د خوندیتوب خبر ورکوي وايي، د وژل شویو دیني عالمانو قضیې به هم و ارزوي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

نجیب دانش
نجیب دانش

"د هېواد د دینې عالمانو دامنیت خوندیتوب ته چې څه په توان کې لرو، دریغ به یې نه کړو او وروستۍ هڅې به وکړو چې حتی په لیرې سیمو کې هم زیان ونه ویني او حمله پرې و نه شي."

دانش د هېواد له دیني عالمانو غواړي چې د ګواښلو په صورت کې دې خپلې ستونزې له دوی سره شریکې کړي چې امنیت ته یې تدابیر جدي شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG