د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۰۹

په کابل کې پر دیني عالمانو انتحاري حمله کې ۷ تنه وژل شوي


د کابل امنیه قومانداني وايي چې د پولې‌تخنیک پوهنتون مخې ته په نننۍ چاودنه کې په ۷ وژل شویو کسانو کې شپږ یې ملکي وګړي دي.

په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ افغان دیني عالمان د افغانستان د روانې جګړې د ناروا والي په اړه له یوې مهمې فتوا وروسته د لويې جرګې له خیمې راوتل، انتحاري بریدګر دغې سیمې ته نږدې ځان ته چاودنه ورکړه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي نن دوشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د دغې انتحاري حملې په نتیجه کې اووه کسان چې یو یې پولیس او نور ملکي وګړي دي، وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"انتحاري حمله کوونکي هغه سړک ته ځان نږدې کړی و چې د لويې جرګې تالار ته غځېدلی دی، ده د دروازې په خوله کې ځان ته چاودنه ورکړې ده، په دې پېښه کې اووه کسان وژل شوي چې له‌منځه‌یې یو پولیس او نور ولسي وګړي دي او نهه نور هم ټپیان دي چې له‌منځه‌يې دوه پولیس او نور عام وګړي دي."

دا پیښه د دوشنبې په ورځ غرمه مهال شااوخوا ۱۱ نیمې بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د لويې جرګې خیمې ته په نږدې سړک وشوه.

د لويې جرګې د خیمې او د پولې‌تخنیک پوهنتون ته ورڅېرمه دا حمله داسې وخت نږدې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړوي چې د علماوو د غونډې په خاطر په دغې سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د عامو موټرو په تګ راتګ هم بندیز لګېدلی و.

د لويې جرګې په خیمه کې په همدې ورځ د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه شااوخوا درې نیم زره دیني عالمان راغونډ شوي وو او په افغانستان کې یې روانه جګړه ناروا وبلله.

دغه انتحاري چاودنه له هغې څو دقیقې وروسته وشوه چې د لويې جرګې له خیمې افغان علماوو متفقه فتوا صادره کړه چې له مخې يې انتحار او انفجار په اسلام کې له کبیره ګناهونو څخه وشمېرل شول.

له دې سره چې حکومتي چارواکو دا حمله په کلکو ټکو غندلې، د ولسي جرګې اداري هیئت وايي، حکومت د غونډو او د وګړو د امنیت په تأمین کې پاتې راغلی دی.

د دغې جرګې نایب منشي عرفان‌الله عرفان ازادي راډيو ته وویل، پر عالمانو حمله دا ښيي چې مخالفین د هېڅ‌چا له وژلو لاس نه‌اخلي.

عرفان‌الله عرفان
عرفان‌الله عرفان

نوموړي وویل:

"نننۍ حمله یو ځل بیا دا ښيي چې انتحاري حملې او چاودنې له دین او مذهب سره هېڅ اړیکه نه‌لري، نو له همدې کبله دا، دا معنی لري چې دوی نه‌یوازې د افغانانو او حکومت پر وړاندې جنګېږي، بلکې د هغو کسانو پر وړاندې هم جنګېږي چې د دین استازي دي."

د چارو پوه میر سردار ځدراڼ وايي، دا حمله شاید هم افغان عالمانو ته چې په دې وروستیو کې یې د سولې ټينګښت ته هڅې ډېرې کړي، د خطر یو زنګ وي.

افغان عالمانو له دې وړاندې په اندونیزیا کې هم له پاکستاني او اندونیزیايي عالمانو سره د روانې جګړې په اړه یوه اعلامیه صادره کړه او په ښکېلو خواوو يې د خبرو اترو غږ وکړ.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې د مسؤلیت په نه‌منلو سره په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه حمله د هغوی له‌خوا نه‌ده شوې.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

  • پخواني معلومات

په کابل کې د دیني عالمانو غونډې ته نېژدې په چاودنه کې له پنځلسو زیاته کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیوته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې چې د لویې جرګې خیمې ته نېژدې وشوه، اووه تنه وژل شوي او نهه نور ژوبل دي.

ستانکزي له یوه پولیس پرته نور وژل شوي ملکي کسان وبلل او زیاته یې کړه چې په سیمه کې د سختو امنیتي تدابیرو په نتیجه کې ځان‎وژونکی ونه توانېد چې د لوېې جرګې تالارته ننوځي.

تر اوسه د دې حملې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

  • پخواني معلومات

په کابل کې د لویې جرګې خیمې ته نږدې چې نن د عالمانو غونډه په‌کې روانه وه، یوه چاودنه وشوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته وویل چې په دې چاودنه کې چې ویل کېږي انتحاري چاودنه وه، لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.

د ښاغلي ستانکزي په خبره، په وژل شویو کې یو یې پولیس او په ټپیانو کې د پولیسو دوه تنه منسوبین شامل او پاتې نور ملکي وګړي دي.

اخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه د پېښې له ځایه دوی ته ۱۲ ټپیان وروړل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند وایي، کلک امنیتي تدابیر د دې لامل شول چې بریدګر د غونډې ځای ته داخل نه‌شي.

د دغې چادونې په اړه نور جزئیات تر اوسه نه‌دي څرګند شوي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، په کابل کې د لویې جرګې خیمې ته څېرمه په انتحاري حمله کې څلور ملکیان وژل شوي او یو تن ټپي دی.

داوود امین په خپل «واټس‌اپ» کې لیکلي چې دا حمله د لویې جرګې په هغه دروازه کې شوې چې د دیني عالمانو غونډه پای ته رسېدلې وه او عالمان په وتلو وو.

  • پخواني معلومات

یوه حمله کوونکي انتحاري په کابل کې د دیني عالمانو غونډه په نښه کړه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزی وايي چې یوه انتحاري حمله کوونکي له غرمې مخکې په ۱۱ نیمو بجو په کابل کې د لویې جرګې خیمې ته څېرمه خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د ستانکزي په وینا دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې دننه په خیمه کې د دیني عالمانو ستره غونډه پای ته رسېدلې وه.

نوموړی وايي، دا پېښه تلفات هم لري چې دقیق ارقام‌یې نه‌دي معلوم.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG