د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

په کابل کې د دیني عالمانو د غونډې په اړه د سیاسي ګوندونو بېلابېل نظرونه


د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونه او جریانونه په کابل کې د دیني عالمانو د وروستۍ غونډې په اړه چې په‌کې د روان جنګ د ناروا بلل کېدو په تړاو فتوا ورکړل شوه، بېلابېل نظرونه لري.

له فتوا وروسته یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي چې د دیني عالمانو دغه اقدام به بې‌اغېزه نه‌وي.

د جمهوري غوښتونکو ګوند مشره عادله بهرام وايي، په افغانستان کې ډېری جنګېدونکې ډلې خپلې مبارزې ته دیني اړخ ورکوي، خو وروستۍ فتوا دغه ډول ټول توجیهات ردوي.

نوموړې زیاته کړه:

"موږ د علماوو کرامو دریځ د زړه له کومې تأییدوو او باوري یو چې د علماوو د دې غونډو له برکته به حتماً په افغانستان کې سرتاسري سوله او ثبات ټینګ شي."

د تېرې دوشنبې په ورځ له دوو زرو څخه زیاتو دیني عالمانو په کابل کې غونډه وکړه او په افغانستان کې یې روان جنګ ناروا وباله.

دیني عالمانو پر ‎دې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې وسله‌وال بغاوت مذهبي اساس نه‎‌لري او هغه ځان‎ وژونکې حملې چې اکثره وختونه‌‌یې وسله‎‌وال طالبان او داعش کوي په اسلام کې ناروا دي.

دیني عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې
دیني عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې

دا د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې لومړی ځل دی چې د دې هېواد په دومره لوی شمېر کې دیني عالمان یوه فتوا صادروي چې په هغې کې د جګړې له ښکېلو خواوو د جګړې د درېدو، د یوه اوربند د ټینګېدو او د سولې د خبرو د پیلېدو غوښتنه کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د علماوو دغه اقدام او فتوا وستایله، خو طالبانو بیا فرمایشي وبلله.

اخوا د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال بیا وايي په دې کې شک نه‌شته چې علما د افغانستان په مسایلو کې خپل اغېز لري، خو د سولې په بهیر کې هغوی ډېر رول لوبولی شي چې جګړه‌یې پیل کړې ده.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د چا نوم وانه‌خیست، خو وايي افغانانو په هېڅ وجه روانه جګړه نه‌ده پیل کړې.

مسعود ترشتوال
مسعود ترشتوال

نوموړي زیاته کړه:

"هغوی چې افغانستان ته‌یې جنګ راوړی کولای شي سوله هم راوړي. د جګړې راوړونکي هېڅکله افغانان نه‌دي، بلکې هغوی چې جنګ‌یې راوړی او ګرم کړی یې دی او په ورته وخت کې له جګړې د خپلو پاتې کېدو لپاره استفاده کوي، لیرې او نږدې هېوادونه دي."

د نوې ملي جبهې ویاند وحیدالله غازي‌خېل بیا وايي، دا ټولو ته معلومه ده چې په افغانستان کې روانه جګړه دیني اړخ نه‌لري، خو هغوی چې دغې جګړې ته دیني جنبه ورکوي دیني عالمان‌یې د مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG