د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

پر دیني عالمانو حمله او په اړه‌يې نړیوالې تبصرې!


ډېرو نړیوالو ورځپاڼو په کابل کې پر دیني عالمانو د دوشنبې د ورځې حملې ته پام اړولی دی.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې افغان دیني عالمانو ځان‎وژونکې حملې ناروا وبللې چې یوه ځان وژونکي یې پر غونډې برید وکړ، په یوه مطلب کې لیکي:

په سلګونه دیني عالمانو په کابل کې په غونډه کې د یوې فتوا په صادرولو سره ځان‎وژونکې حملې او په‎دې هېواد کې ۱۷ کلنه جګړه د اسلامي شریعت ضد وبللې چې د دوی په وینا یوازې په‎کې د مسلمانانو وینې تویېږي.

د ورځپاڼې په لیکنه په دغه ځان‎وژونکې حمله کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په غاړه اخیستی، په وژل شویو او ټپیانو کې د دې غونډې څو تنه ګډون کوونکي دیني عالمان هم شامل دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د دغې حملې په اړه د مطلب په یوه برخه کې د دیني عالمانو د صادر شوې فتوا په اړه لیکي، دیني عالمانو په‎دې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې وسله‎وال بغاوت مذهبي اساس نه‎لري او هغه ځان‎وژونکې حملې چې اکثره وختونه‌یې وسله‎وال طالبان او داعش کوي حرامې او په اسلام کې ناروا دي.

ورځپاڼې د ديني عالمانو د فتوا او پر هغوی د حملې په اړه د افغان ولسمشر څرګندونې هم راخیستي چې د دیني عالمانو د دې دریځ د ملاتړ تر څنګ‌یې د حملې غندنه کړې او هغه‌یې د اسلام د ستر پیغمبر پر وارثینو حمله بللې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي:

دا د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې لومړی ځل دی چې د دې هېواد دیني عالمان یوه فتوا صادروي چې په هغې کې د جګړې له ښکېلو خواوو د جګړې د درېدو، د یوه اوربند د ټینګېدو او د سولې د خبرو د پیلېدو غوښتنه کوي.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د افغانستان د دیني عالمانو د شورا غړي او د ولسمشر غني سلاکار عنایت‌الله بلیغ دې غونډې ته د وینا په یوه برخه کې په‎دې ټینګار وکړ چې دیني عالمان په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور ملاتړ کوي او دوی ته په‎کار ده چې یوه لویه غونډه جوړه او په‎کې په‎دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لارې ولټوي.

وسله‎والو طالبانو چې له دې مخکې یې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو وړاندیزونه رد کړي د دیني عالمانو دغه فتوا هم رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG