د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د سولې شورا: وروستۍ فتوا به سولې ته د يو شمېر طالب مشرانو لېوالتیا زیاته کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا د دیني عالمانو له‎خوا په افغانستان کې د روانې جګړې له ناروا بللو وروسته هیله‎مندي ښيي چې د يو شمېر طالب مشرانو لېوالتیا به سولې ته زیاته شي.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د دیني عالمانو فتوا زیات شمېر طالبان دې ته وهڅوي چې د جګړې پر ځای د سولې لار خپله کړي.

ښاغلي طاهري د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» په ورځ ازادي راډيو ته په‎دې اړه داسې وویل:

"کله چې داسې فتوا صادرېږي پرته له شکه چې د طالبانو بېلابېلې پوړۍ پرې فکر کوي چې کوم جنګ ته چې موږ دوام ورکوو، شرعي او جهاد نه‎دی او ناروا دي چې له دې سره د طالبانو د رهبرۍ په کچه کې د پرون په نسبت له سولې سره لېوالتیا زیاتېږي."

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

نوموړي دا شان وویل چې د دیني عالمانو له‎خوا په افغانستان کې د روانې جګړې ناروا بلل به په دغه هېواد کې د جګړې په ملاتړ د ځينو بهرنیو هېوادونو د علماوو فتواوې بې‌ارزښته کړي.

دا څرګندونې په‎داسې حال کې مطرح کېږي چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» په کابل کې له ټول افغانستانه زرګونه دیني عالمانو په يوه متفقه فتوا کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

دوی دا شان وویل چې په افغانستان کې جهاد هېڅ ډول جواز نه‎لري او ځانمرګي بریدونه حرام دي.

د دغو علماوو په خبره په افغانستان کې روانه جګړه دیني او شرعي صبغه نه‎لري او همدا جګړه ده چې بهرنیو مداخلو ته‌یې زمینه مساعده کړې ده او د اسلام او افغانانو د بدنامۍ لامل شوې.

د غونډې ګډون‎والو په‎دې ټینګار درلود چې سوله او د سولې په اړه خبرې کولای شي، د یو مهال‌وېش له مخې له افغانستانه د بهرنیانو وتلو ته لار هواره کړي.

خو وسله‎والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دیني عالمانو دغه ناسته رد کړې ده او ویلي یې دي چې امریکا د دا شان ناستو له لارې هڅه کوي، د افغانستان د اشغال لپاره جواز ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‎الله عرفان وايي، په افغانستان کې د جګړې ناروا بلل په عامه ذهنیتونو اغېز لرلای شي.

عرفان‎الله عرفان
عرفان‎الله عرفان

ښاغلي عرفان زیاته کړه:

"یقیناً پرونۍ فتوا تر ټولو لومړی د عامو خلکو پر ذهینت اغېز لري او هغه ذهنیت چې خلکو د علماوو د خاموشۍ په اړه درلود ختم شو، دغه هیله‎مندي هم پیدا شوې چې ځانمرګي بریدونه او چاودنې دیني صبغه نه‎لري، هغه کسان چې دیني پوهه لري، پرته له شکه چې په هغوی تأثیر لري او هیله لرو چې دوی په‎خپل فکر بیا کتنه وکړي."

دیني علماء په‎داسې حال کې په افغانستان کې د جګړې پر ضد او د سولې په ملاتړ فتوا صادروي چې څه موده وړاندې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا لسګونه دیني عالمانو په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او تاوتریخوالی د اسلام د دین پر خلاف وباله.

دا شان په يو شمېر ولایتونو کې ځینو ځوانانو د پرلت د خیمو په درولو سره د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې يو شمېر هلمندي ځوانانو د کابل په لور پلی حرکت پیل کړی چې غوښتنه‌يې په افغانستان کې د جګړې ختمول او د سولې ټینګښت دی.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG