د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

له هلمنده پیل شوی د سولې پلی کاروان د غزني قره‌باغ ته رسېدلی


له هلمند ولایت نه د کابل پر لور د سولې کاروان د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ ته رسېدلی.

د سولې دغه کاروان چې له هلمنده مدني فعالانو او ځوانانو شااوخوا ۲۰ ورځې وړاندې پلی د کابل پر لور پیل کړی اوس د غزني قره‎باغ ولسوالۍ ته رسېدلي دی.

د دوی چې لومړی شمېر یې شااوخوا ۱۰ تنه وو، خو کله چې به پر لاره هر ولایت ته رسېده، له تود هرکلي سره مخ کېده، نو شمېر یې اوس لسګونه تنو ته رسېږي.

د دوی غوښتنې دا دي چې دولت او وسله‎وال طالبان دې په خپلو منځونو کې سوله وکړي او روانه جګړه دې پای ته ورسوي، ځکه د دوی په خبره چې روانې جګړې ترې هر څه اخیستي دي او نور ‎يې د زغملو توان نه‎لري.

دغه اعتراض وروسته له هغې پیل شو چې د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د لوبو یوه میدان ته څېرمه په یوې انتحاري حمله کې ۱۶ ملکیان ووژل شول.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‎الله شرافت په‎دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG