د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

سرخط: هغو عالمانو چې سولې ته ترجیح ورکوله، د طالبانو له لوري وژل شوي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په کابل کې د دیني عالمانو د ناستې او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه مطالب خپاره کړي دي.

  • سرخط

د سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې د افغانستان دښمانانو په تېرو څلورو لسیزو کې هڅه کړې، څو د هغه عالمانو غږ د تل لپاره چوپ کړي چې د ملي ګټو په تړاو پورته کېږي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې په تېرې یوې نیمې لسیزه کې ډېری هغه عالمان چې د جګړې په نسبت‌یې سولې ته ترجېح ورکوله، د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره طالبان یوازې خپل اعمال اسلامي ګڼي او هغوی چې په دین کې پوهه لري غواړي له‎منځه‌یې یوسي.

د مقالې په دوام کې لیکل شوي چې د طالبانو اصلي دښمنان دیني عالمان دي ځکه چې دیني عالمان کولای شي، د طالبانو کړنې وغندي او د اسلام په اړه خلکو ته واقعي لارښوونې وکړي.

  • ماندګار

د ماندګار ورځپانې هم په خپلې سرمقاله کې ویلي چې کابل کې د دیني عالمانو ناسته یو تاریخي اقدام وو.

ورځپاڼه وايي چې طالبانو دغې ناستې ته غبرګون وښود او هغه‌یې د امریکا له لوري ترسره شوې نمایشي ناسته وبلله، خو افغان ولسمشر ترې هرکلی وکړ.

وړاندې په سرمقاله کې د طالبانو د اعلامیې پر اساس دا ډول ناستې له اسلام سره په ټکر کې بلل شوي دي.

ورځپاڼې د افغانستان د مشرانو جرګې د غړو له قوله د جنګ پر ضد د شااوخوا دوه زره عالمانو فتوا یو تاریخي اقدام بللی دی.

وړاندې په مطلب کې د ناټو چارواکو له قوله هم ویل شوي چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د افغانانو د سولې غږ چوپ کړي، خو د ناټو قاطع مأموریت له افغانانو سره پر خپلې همکارۍ ټینګار کړی دی.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپانې هم په‎دې اړه سرمقاله خپره کړې او په‎کې راغلي چې د دیني عالمانو تازه فتوا د طالبانو رهبري به سولې ته وهڅوي.

ورځپاڼې لیکي چې یاده فتوا په روان جنګ هم مثبت اغېز کولای شي او د سولې عالي شورا هیله ښیي چې د عالمانو له لوري د جګړې ناروا بلل به د دې لامل شي چې سولې ته د طالبانو د رهبرۍ شورا لېوالتیا ډېره شي.

  • ویسا

د ویسا ورځپانې بیا د امنیتي وضعیت په اړه په خپلې سرمقاله کې د ازادي راډیو د هغه راپور خبره راخیستې چې د کابل ګارنېزیون نه‎شي کولای د امنیتي وضعیت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي.

په سرمقاله کې وړاندې د ګارنېزیون د قوماندان له قوله ویل شوي چې وسله‎والو مخالفینو د جګړې په لیکو کې ماته خوړلې، نو ځکه‌یې ښارونو ته مخه کړې ده.

په سرمقاله کې وړاندې د پوځي چارو د کارپوه عتیق‌الله امرخېل هغه تحلیل ته اشاره شوې چې په افغانستان کې جګړه چریکې ده او په کاملاً توګه بریا او ناکامي نه‎لري.

وړاندې د ښاغلي امرخېل له قوله ویل شوي چې طالبان غواړي په ښارونو کې د حملو په ترسره کولو سره خپل زور افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو ته وښيي.

XS
SM
MD
LG