د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

ارزګان کې مېرمنې وايي که لوڼې وزېږوي، د وژلو ګواښ ورته کېږي


که څه هم د ماشوم زېږول د لوی خدای "ج" په قدرت سره کېږي نه د بنده، خو ارزګانۍ مېرمنې وايي، خاوندان‌يې په دې هدف ورته د وژلو ګواښ کوي او ډبوي يې چې ولې نارینه اولاد نه‌زېږوي.

ارزګان کې یو شمېر مېرمنو د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په کورنۍ کې د خاوند او یو شمېر نورو غړو دغه ډول چلند اوس زیات شمېر مېرمنې په رواني ناروغیو اخته کړې دي.

یو شمېر مېرمنې د خپلو خپلوانو د سترګو لیدلی حال داسې وايي:

"زرمینه، زما خپل زوی پر خپلې ښځې ټوپک راخیستی او وژله‌يې چې تا ولې پنځه، شپږ پرله‎پسې لوڼې زېږولي، زوی ولې نه‌راوړې، هر ځل چې به زما ننګور حامله شوه نو وارخطا به وه چې خدای به څنګ اولاد ورکړي، نارینه به وي که ښځینه، هغه ده چې اوس په رواني ناروغیو اخته ده."

"انارګله، زما خور درې لوڼې پرله‎پسې زېږولي، خاوند اوس ورته وايي، که دې دا ځل لور دنیا ته راوړه له کوره به دې وباسم، هغه اوس حیرانه ده چې څه وکړي."

ارزګان د افغانستان یو له هغه ناامنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره څه باندې ۸۰ سلنه خلک‌يې نالوستي دي او ۹۰ سلنه مېرمنو ته د کورنیو له‎خوا اجازه نه‌ورکول کېږي چې زده‌کړې وکړي.

  • دا چې ولې په ارزګان ولایت کې خلک د لور او زوی تر منځ توپیر کوي؟

په اړه‌یې د دغه ولایت د مدني ټولنې مسؤله انوشي بارکزۍ وايي:

"دا ډول چلند ارزګان کې ځکه خلک له خپلو مېرمنو سره کوي چې دغلته زیات شمېر خلک نالوستي دي، په دې نه‌پوهېږي چې دغه کار اسلام منع کړی او دغه ډول چلند پخوا کفارو کاوه، خپلې لوڼې به‌یې ژوندۍ خښولې، دا زما په نظر د بې‌علمۍ لامل دی چې خلک‌يې کوي."

اغلې بارکزۍ همدارنګه پر دولت نیوکه وکړه چې په دغه ولایت کې مېرمنو ته خپل حقوق نه‎دي ورکړي.

  • خو د دغه وحشتناکه عمل د مخنیوي لپاره څه کول په کار دي؟

ځوان ژورنالېست احسان‌الله ولس‌یار یې په اړه وايي:

"دا مسؤلیت لومړی د ملا امامانو دی چې خلکو ته په جوماتونو کې نصیحتونه وکړي او خلک پوه کړي چې دغه ډول ناوړه عمل ته اسلام اجازه نه‎ده ورکړې او بل مدني فعالان د دغسې ظلمونو په وړاندې غږ پورته کړي، دغه‌راز دولت باید هغو کسانو ته جزا ورکړي او همدارنګه رسنۍ باید دغه ډول د عامه پوهاي پروګرامونه جوړ کړي، څو خلک پوه شي چې دا ښه کار نه‎دی."

خو له دې ټولو سره-سره دیني علما‌ء هم د زوی او لور تر منځ توپیر د اسلام له اړخه ناروا بولي.

په ارزګان ولایت کې د حج او قافو رئیس مولوي حمدالله ابدالي له خلکو غوښتنه وکړه چې د دغه ډول وحشتناکه عمل څخه لاس واخلي او د لور او زوی تر منځ توپیر ونه‎کړي.

د ارزګان د حج او قافو رئیس مولوي حمدالله ابدالي
د ارزګان د حج او قافو رئیس مولوي حمدالله ابدالي

ښاغلي ابدالي زیاته کړه:

"د مسلمان لپاره د جهالت د کارونو څخه مخنیوی ضروري دی، ځکه مسلمان باید نور خلک له دغه ډول کارونو څخه منع کړي، دا هېڅ انساني عمل نه‎دی، خلک باید ورڅخه ډډه وکړي، ځکه دا کارونه کفارو پخوا کول او مسلمانان ورڅخه منع کړل شوي دي."

د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسؤلین هم په دې اړه اندېښنه ښيي او وايي چې په ارزګان کې لا اوس هم د ښځو حقوق تر پښو لاندې کېږي او د تاتریخوالي قرباني دي او دغلته دولت نه‎دی توانېدلی چې ښځو ته خپل حقوق ورکړي.

راپور: شریف‌الله شرافت

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG