چک جمهوریت، پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغان څانګې خبریاله
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن پر ایران د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز د مودې تر ختمېدو وروسته، هغه هېواد ته اجازه نهورکوي چې وسلې وپېري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تر دې برید وروسته چې د کابل په جنوب کې د ریشخور په سیمه کې شوی، وویل چې ځانمرګي برید کوونکي د ملکي وګړو په منځ کې چاودنه کړې، ۳ تنه ملکیان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۲» په یوه ټویټ کې ویلي چې امریکایي کښتیو ته د مزاحمت په صورت کې دې هر ډول او ټولې ایراني کښتۍ په نښه او لهمنځه دې یوسي.
افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ (۱۳۹۹ کال د غويي ۳) وویل چې د طالبانو په وروستیو بریدونو کې لسګونه پوځي او ملکي وګړي وژل شوي دي.
نړیوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي په برخه کې په ناسم مدیریت تورن کړ او ویېویل چې دغه سازمان په خپله اساسي دنده کې ناکام شو او باید ځواب ووایي.
ولسمشر غني یو ځل بیا وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو سازمان، د ناټو غړو هېوادونو او په خپله افغان حکومت په وار وار پر ټولو هغو ډلو چې د کرونا ویروس په دې حساس وخت کې یې د جګړو ډګرونه لا تاوده ساتلي، دغه غوښتنه کړې.
د اکسفام نړیوال سازمان راپور د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شوي اقتصادي بحران عمق د ۲۰۰۸ کال کې تر اقتصادي بحران ژور بولي.
نوموړي چې له مسکو څخه بهر له خپل استوګنځای څخه خبرې کولې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خورېدو د مقابلې لپاره کېدونکي اقدامات مشخص کړل.
د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس د افغانستان حکومت باید پنځه زره طالب بندیان د مارچ پر ۱۰مه د بینالافغاني خبرو تر پیل دمخه، خوشې کړي وی.
سټولتنبرګ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۱» د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې کړې دي.
په ناټو سازمان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیره کېبیلي هاتچیسن وایې د افغان حکومت لخواد بینالافغاني خبرو لپاره ټاکل شوی مرکچي پلاوی په پراخه توګه د افغانستان د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د مارچ ۰۶» دغه مرسته د نړۍ هغو بېوزلو هېوادونو ته چې د کرونا ویروس سره لاس او ګرېوان دي، اعلان کړه.
په دې اړه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۶» د حکومت د سولې د لومړني تماس ډلې او طالبانو ترمنځ د دوهم وېډیویي کنفرانس پر مهال هوکړه شوې ده.
ډونالد ټرمپ چې په دوه ورځني سفر هند ته تللی نن په احمد اباد ښار کې شااوخوا سلو زرو راټولو شویو کسانو ته په وینا کې دا خبره وکړه.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د تېلو د یوه ټانکر د نیولو خبر ورکړ چې د دوی په وینا په غیر قانوني ډول یې تېل لېږدول.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، کابل کې د تنفسي ناروغۍ له امله ۱۷ کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبري آژانس د ایران د لوړ پوړو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وایې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي امنیتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د وروستیو اعتراضونو د ختمېدو لپاره دې هر هغه کار وکړي چې لازم وي.
د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو په لومړۍ ورځ څه باندې ۵۰۰۰ شکایتونه د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ته رسېدلي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، بشري حقونه لا هم په افغانستان کې نقض کیږي.
نور راوښيه