د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، کابل کې تنفسي ناروغۍ له امله ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل تېره اونۍ د تنفسي ناروغیو له کبله په کابل کې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په خبره په دې موده کې تر ۸۸۰۰ ډېر کسان د تنفسي ناروغیو له کبله روغتونونو ته ورغلي دي.
د هوا ککړتیا د دې سبب شوې چې ډیری خلک په تنفسي ناروغیو اخته شي.
بل پلو د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د کابل ښار د هوا د لاککړېدو د مخنیوي لپاره د تازه ګامونو خبر ورکړ.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي حکومت د آریا ښارګوټي او ګلبهار ټاور د مرکز ګرمیو سیستمونه د یکشنبې په ورځ غیرفعاله کړل.
د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د څانګي مشرې لیلا ساماني وویل چې د دریو هوټلونو په ګډون یې لس سوداګریزې سیمې په کابل کې د دې لپاره تړلي چې د غیرمعیاري سون توکو یې کارول.
نوموړي تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل چې د دې سیمو مسولینو ته له وړاندې ویل شوي وو چې تر دریو ورځو دې د لوګیو د فلټر سیستم په مرکز ګرمیو او پخلنځیو کې نصب کړي، کنه نو جریمه به شي.
هغه زیاته کړه: "څو ځله مو اعلان وکړ چې فلټرونه باید ونښلول شي، دا پروګرام له تېرکاله روان وو خو له بده مرغه پام ورته ونه شو، په حقیقت کې شکایت پخپله د دې سیمو د اوسیدونکو وو، مونږ تل د آریا ښارګوټي له اوسېدونکو څخه شکایت ترلاسه کاوه چې فلټر نه نښلول کېږي."
د آریا ښارګوټي او ګلبهار تاور مسولینو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
میرمن ساماني زیاته کړه چې په ښارګوټو، هوټلونو، کارخانو او حمامونو کې د فلټرونو نصبول د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره ډیر مهم دي.
ساماني وویل: "څوک چې یو ښارګوټي جوړوي، یقیناً له اقتصادي اړخه د یوه فلټر د نښلولو لپاره هم لویه ستونزه نه لري، دا فلټرونه شاوخوا زر ډالره بیه لري او د لوړ پوړو ودانیو خاوندان یې اخستلی شي، دغه راز د حمامونو لپاره لاسي فلټرونه هم شته، دا تر ډېره اقتصادي ستونزه نه بلکه نه پاملرنه ښیي."
میرمن ساماني زیاته کړه، د کابل په ښارګوټو، هوټلونو، کارخانو او حمامونو کې به د سون توکو د ارزونې او تفتیش لړۍ تر حمل میاشتې دوام ولري.
کابل د نړۍ په سطح تر ټولو د ککړې هوا لرونکی ښار بلل شوی دی.
د کابل اوسیدونکي له کلونو راهیسې د ښار د هوا له ککړوالي شکایت لري.
د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: "د دې لپاره خو باید شپږ میاشتې مخکې تیاری نیول شوی وای، اوس هم په ټولو هوټلونو، حمامونو او لوړو ودانیو کې سکاره سوځول کېږي، حکومت سم پام نه ورته کوي."
د کابل ښار بل اوسېدونکي بیا وايي: "هیله مند یم چې دولت په دې هکله عملي اقدام وکړي، په زور واکو، د سکرو په واردونکو او حتی پر حمامونو د دولت زور نه رسېږي، خلک بې وزلي دي، څه شی وکاروي، برېښنا نشته، تیل ،ګاز او لرګي ګران دي، یوازې د ډبرو سکاره دي چې خلک یې کاروي."
د کابل اوسېدونکو ته د ماسکونو د وېشلو کمپاین هم د حکومت له اقداماتو دی چې د هوا له ککړتیا څخه یې د خلکو د ژغورلو لپاره پیل کړی دی.
دا پنځلس ورځنی کمپاین په دوشنبه پیل شو.
د غیرمعیاري توکو لکه د ډبرو سکرو، ټایرونو او پلاستیک سوځول د کابل د هوا د ککړتیا له اصلي عواملو بلل کېږي.
د چارواکو په خبره د زړو موټرو تګ راتګ، د شنو سیمو کموالی، د پخو سړکونو کموالی، لوړ پوړي ودانیو چې د ښاري پلان پر خلاف مخ په ډیرېدو دي او داسې نور د کابل د هوا د لا ککړېدو سره مرسته کړې ده.
ډیپلوماټ خپرونې په نومبر میاشت کې په یوه مطلب کې لیکلي وو چې د افغانستان د پلازمینې کابل د هوا ککړوالی ښایې تر جګړې خونړی وي.
په دې مطلب کې د State of Global Air تحقیقاتي ډلې په حواله ویل شوي چې ښایې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې څه باندې ۲۶ زره افغانان د هوا له ککړوالي څخه د ناروغیو له کبله مړه شوي وي.
د افغانستان د چاپیریال ساتني د ملي ادارې پخواني مرستیال عبدالولي مدقق د دې هېواد د پلازمینې او ځینو نورو ښارونو د هوا وضعیت داندیښنې وړ بولي.
ښاغلي مدقق آزادي راډیو ته وویل: "په دې وروستیو کلونو کې د دې ستونزي لپاره بنسټیزکار نه دی شوی."