د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

کابل کې د هوا ککړوونکو ته د چاپيریال ساتنې ادارې خبرداری


پلازمېنه کابل کې د هوا ککړتیا حکومت اړ کړ چې د ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي.
پلازمېنه کابل کې د هوا ککړتیا حکومت اړ کړ چې د ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، هغه ښارګوټي چې هوا ککړوي، په یوه اوونۍ کې به ۲۵۰ زره افغانۍ جریمه شي.

د دې ادارې مسوولان وايي، د ښارګوټو او ټولو سوداګریزو مرکزونو مالکان د جدي میاشتې تر شپږمې نېټې وخت لري چې د سون توکو لپاره له تصفیه کونکې الې کار واخلي.

پلازمېنه کابل کې د هوا ککړتیا حکومت اړ کړ چې د ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي.

تازه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او کورنیو چارو وزارت سوداګریزو مرکزونو ته د جدي میاشتې تر اتمې نېټې وخت ورکړی چې د سون د غیرمعیاري توکو له کارونې څخه ډډه وکړي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اطلاعاتو مسئولې لیلا ساماني د سه‌شنبې په ورځ (جدي ۳مه) ازادي راډیو ته وویل، که دا مرکزونه د سون توکو د کارونې پر مهال تصفیه کوونکې الې څخه ګټه وا نه خلي، لوړه نقدي جریمه به پرې کړي.

اغلې ساماني وویل: "ټول ښارګوټي او سوداګریز مرکزونه به پلټل کېږي، ځکه دوی معمولا له ډبرو سکرو ګټه اخلي. که دوی له تصفیه کوونکې الې ګټه وا نه خلي، جریمه به شي. کېدای شي هره اوونۍ نقدا ۲۵۰ زره افغانۍ جریمه شي. "

د نوموړي په خبره، د ښارګوټو جریمه د مرکز ګرمیو د شمېر او حمامونه یې د خونو د شمېر له مخې ترسره کېږي او د نورو مرکزونو د جریمو په اړه کار روان دی.

حکومت د ښارګوټو، د خښتو بټیو، حمامونو، د ودونو د صالونونو، تولیدي کارخانو، د سونا حوضونو او نورو سوداګریزو مرکزونو مالکانو ته خبرداری ورکړی، که د سون غیرمعیاري توکې وکاروي، قانوني چلند به ورسره شي.
حکومت د ښارګوټو، د خښتو بټیو، حمامونو، د ودونو د صالونونو، تولیدي کارخانو، د سونا حوضونو او نورو سوداګریزو مرکزونو مالکانو ته خبرداری ورکړی، که د سون غیرمعیاري توکې وکاروي، قانوني چلند به ورسره شي.

کورنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د ښارګوټو، د خښتو بټیو، حمامونو، د ودونو د صالونونو، تولیدي کارخانو، د سونا حوضونو او نورو سوداګریزو مرکزونو مالکانو ته خبرداری ورکړی، که د سون توکو له غیرمعیاري توکو ګټه واخلي، قانوني چلند به ورسره شي.

کورنیو چارو وزارت دا اعلامیه د جزا کوډ د ۸۰۷ مادې پر بنسټ خپره کړې، په دې ماده کې راغلي: "هر هغه څوک چې د هوا او اوبو ککړونکي مواد وکاروي او دا مواد بیا د ژوندي موجوداتو لپاره مضر وي، د چاپیریال ساتنې پر وړاندې یې جرم کړی او په متوسط بند محکومېږي. "

متوسط بند له یو کال څخه نیولی تر پنځو کلونو پورې دی.

ولسمشر غني روانه اوونۍ د کابل هوا وژونکې بللې او امر یې کړی، چې د هوا ککړونکي مکلف دي چې د سونګ له معیاري توکو استفاده وکړي او د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره له تصفیه کوونکو الوو کار واخلي.

د تصیفه کوونکې هر الې قیمت له ۷۰۰۰۰ افغانیو پورته دی.

د چاودنو او ځانمرګو بریدونو تر څنګ، ککړې هوا هم کابل ښاریان اندېښمن کړي دي. دوی وايي، د شپې له خوا اصلا تګ راتګ نه شي کولای.

د کابل یو اوسېدونکی: "شېرافغان شېرزی نومېږم. کابل کې حمامونه اکثرا چرم او هغه توکي سوځوي چې دود تولیدوي. شپه مهال د هوا ککړتیا له کبله هیڅ ځای نه شم تللای او ان ساه نه شم ویستلای، روغتونونه نور له ناروغانو ډک دي."

د کابل ښار بل اوسېدونکی: "عبدالشکور اکبرزی یم. چې ککړا هوا تنفسوم، ناروغېږم. له همدې کبله تل له ماسک ګټه اخلم. "

خو د سوداګریزو مرکزونو یو شمېر مالکان وايي، د لوګیو د فلټر الې یې اخیستې او نصب کړې دي:

"نیک محمد یم، ټرافیک څلور لارې کې یو حمام لرم. موږ له ډبرو سکرو ګټه اخلوو، خو فلټر مو نصب کړی. له هغو توکو ګټه نه اخلم چې دود تولیدوي."

په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان وايي، دا سوداګریز مرکزونه د شپې له تیارې په ګټنې سره بیا د سون بې کفیته مواد سوځوي چې هوا ککړوي.

دوی ټینګار کوي چې ښارونو ته باید د بې کیفیته سونګ توکو د واردېدو مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG