د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د کابل هوا ککړوونکو ته د چاپیریال ساتنې ادارې وروستی خبرداری


چارواکي وايي، ټولو اصنافو ته ویل شوي چې په لومړی سر کې توصیه، بیا ېې فعالیتونه ودریږي، بیا جریمه کیږي او بیا عدلي او قضايي ارګانونو ته پيژندل کېدای شي.
چارواکي وايي، ټولو اصنافو ته ویل شوي چې په لومړی سر کې توصیه، بیا ېې فعالیتونه ودریږي، بیا جریمه کیږي او بیا عدلي او قضايي ارګانونو ته پيژندل کېدای شي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، دراتلونکي اوونۍ د یکشنبې په ورځ به له هغو کسانو سره چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې اقدامات نه دي کړي، قانوني چلند وشي.

دا خبرې د دغې ادارې مسوولینو د پنجشنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزارت او کابل ښاروالۍ له استازیو سره په یوې ګډه خبري ناسته کې وکړې.

د کابل ښاروالۍ استازي وویل، په دې هکله د کابل ښار ټولو اوسیدونکو، فابریکو، دولتي او غیردولتي ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شوی او د کورنیو چارو وزارت استازي وویل، دوې چمتو دی د چاپیریال ساتنې له پروګرام سره سم اقدامات وکړي.

دراتلونکي اوونۍ د یکشنبې ورځ به هغه ورځ وي چې، په کابل ښارکې به د هغو کسانو، کورنیو، دولتي او غیردولتي ادارو، تولیدي فابریکو، حمامونو، د خښتو د بټیو، هوټلونو، ښارګوټو او داسې نورو پروړاندې چې دهوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې اقدامات نه وي کړي، قانوني چلند وشي.

د چاپیریال ساتني ملي ادارې مرستیال عزت اله صدیقي د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزارت او کابل ښاروالۍ له استازیو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، په دې اړه د کابل ښار ټولو اصنافو ته دوه اوونۍ مخکې خبرداری ورکړل شوی و اوس ددې وخت رارسیدلي چې عمل پرې شوی وي:

"د هوا د ککړتیا د کمولو او مخنیوي مقرره ده چې په اړه ټولو اصنافو ته ویل شوي چې په لومړی سر کې توصیه، بیا ېې فعالیتونه ودریږي، بیا جریمه کیږي او بیا عدلي او قضايي ارګانونو ته پيژندل کیدای شي چې دا موارد د جزا په کوډ، د چاپیریال ساتنې په قانون او مقرره کې شته".

مسوولینو وویل، د روان کال د قوس په میاشت د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د ۲۲ دولتي او غیردولتي ادارو په ګډون یو ځانګړي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې هره اداره د هوا د ککړتیا کمولو ته جدي اقدامات وکړي.

مسوولینو د کابل ښار دهوا دککړتیا لاملونه، په کورونو، هوټلونو، حمامونو، ښارګوټو، تولیدي فابریکواو دولتي او غیردولتی ادارو کې د سون موادو ډېر سوځول په ګوته کړل.

د کورنیو چارو دوزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، لکه څرنګه چې پولیس د جرایمو پروړاندې مبارزه کوي، مکلف دي د هغوی پروړاندې هم مبارزه وکړي چې د سون د بې کیفیته موادو په سوځولو، د چاپیریال د هوا د ککړتیا لامل کیږي.

ښاغلي رحیمي وویل: "څو ورځې مخکې مو د ټولو حوزو آمرین راوغوښتل چې ټولو خلکو ته د چاپیریال ساتنې مقررات تشریح او دا خبره ورته وکړي چې ترراتلونکی یکشنبې پورې د سون ټول کارونه قانونمند کړي، که بیا هم سرغړونه وشي، پولیس به د ټولو قوانینو په رڼا کې اقدامات وکړي."

دعامې روغتیا وزارت مسئولینو هم تېره ورځ ازادي رادیو ته ویلي چې په وروستیو شاوخوا دوو میاشتو کې د کابل هوا د ککړتیا له امله ډېری خلک او په تېره بیا ماشومان په تنفسي بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.

XS
SM
MD
LG