چک جمهوریت، پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغان څانګې خبریاله
د روسیې او اوکرایین ولسمشرانو د لومړي ځل لپاره سره ولیدل.
د امریکا متحدو ایالتونو د ټولنیزو رسنیو له سترو شرکتونو فېسبوک، انسټاګرام او ټویټر څخه وغوښتل چې د ایران د حکومتي مشرانو حسابونه بند کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، مرکزي سیستم ته د رأی اچونې څه باندې ۲۶ زره او ۵۰۰ محلونو بیومټریک معلوماتو د انتقال بهیر به نن بشپړ شي. دغه کمیسیون تردې مهاله د ۲۲ زره ۵۸۸ محلونو معلومات انتقال کړي دي.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځینو نوماندانو تر فشار لاندې دي ترڅو د انتخاباتو پایلې ژر اعلان کړي. اغلې نورستانۍ په کابل کې له بهرنیو دیپلوماتانو غوښتي له نوماندانو وغواړي چې پر کمیسیون دې فشار نه راولي.
د حمدالله محب خبرې تر ډېره د افغانستان پر سولې او جګړې متمرکزې وې. ښاغلي محب طالبانو او د ده په وینا د هغو بهرنیو تمویلوونکو ته د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې پیغام واستاوه.
امرالله صالح وویل چې د انتخاباتو د پایلو په اړه د پرېکړې صلاحیت د انتخاباتي کمېسیونونو دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، تر دوو کلونو خبرو وروسته د سوریې د اساسي قانون ۱۵۰ کسیزه کمېټه تشکیل شوې ده. په دې کمېټه کې د بشار اسد حکومت، سیاسي مخالفینو او نړیوالې ټولنې استازي شامل دي.
عمران خان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې طالبانو سره مذاکرات له سره پيل کړي. ټرمپ د خبرو بیا پیلېدو ژمنه نه ده ورکړې.
د افغانستان د ولسمشر له لوري د شااوخوا ۹۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان پهدې وروستیو کې د رسنیو د سر موضوع جوړوي.
د افغانستان د سولې ولسي حرکت وایي، وسلهوالو طالبانو د دې حرکت شاوخوا شل نور غړي هم له ځانه سره بیولي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په ایران کې د بشري حقونو د مدافع وکیل امیرسالار داودي لپاره د ۳۰ کاله زندان او ۱۱۱ شلاقو د وهلو له کبله پر دغه هېواد انتقاد کړی دی.