د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

د بخښنې نړیوال سازمان پر امیرسالار داوودي د ایران حکم بې رحمانه بللی


امیرسالار داوودي
امیرسالار داوودي

د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو پر مدافع وکیل د ایران حکم بې رحمانه او ټکان ورکوونکی بللی دی.

د دغه حکم له مخې به امیرسالار داوودي ۳۰ کاله بند تیروي او ۱۱۱ دُرې به وهل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی وایي، داوودي په ایران د بشري حقونو د مدافعانو د ځپلو تر ټولو نوی قرباني دی چې په تېرو دوو کلونو کې د ایراني چارواکو له‌خوا ترسره کېږي.

د دغه سازمان د شمالي افریقا او منځني ختیځ د وکالت او څېړنې د برخې مدیر فیلیپ لوټر دی.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې ایراني چارواکو د دې حکم په صادرولو سره وښودله چې د بشري حقونو له مدافعانو سره د دولت د دښمنانو په څېر چلند کېږي.

په واشنګټن کې ایراني حقوق‌پوه مهرانګیز کار وایي چې د ایران په قضایي دستګاه کې د دې ډول درنو احکامو د مخنیوي لپاره اراده نشته.

دی وايي:"قضایه قوه چې خپلواکه نه‌ده او مشري یې رهبر ټاکي کوي، اراده لري د هغې ډلې غوښتنې اجراء کړي چې د قضایه قوي مشر یې په سر کې دی."

داوودي د ۲۰۱۸ میلادي کال په نوومبر کې ونیول شو.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې داوودي د مدافع وکیل او کورنۍ ته د محدودې لاسرسي سره د تهران په اوین زندان کې ساتل کېږي.

طناز کلاهچیان د امیرسالار داودي مېرمن ده. هغې د جون پر لومړۍ نېټه پر ټویټر لیکلي چې د تهران د انقلاب محکمې د دې خاوند د چارواکو د سپکاوي او د نظام پرضد د تبلیغ په ګډون په ځینو تورونو په ۳۰ کاله بند او ۱۱۱ دُرو محکوم کړ.

د داوودي مدافع وکیل ویلي چې د مرکو له لارې له دښمن دولتونو سره همکاري او د نظام پر ضد تبلیغ او هم د نظام د ړنګولو لپاره د یوې ډلې جوړول نور تورونه دي چې پر نوموړي لګول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، د ایران د حبس مقرراتو له مخې د داوودي د حبس واقعي دوره ۱۵ کاله ده.

XS
SM
MD
LG