د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

عمران خان له ډونالد ټرمپ څخه غوښتي چې طالبانو سره مذاکرات له سره پيل کړي


عمران خان پرون دوشنبه (سپتمبر ۲۳مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په څنډه کې له ښاغلي ټرمپ سره لیدلي دي.
عمران خان پرون دوشنبه (سپتمبر ۲۳مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په څنډه کې له ښاغلي ټرمپ سره لیدلي دي.

عمران خان له ډونالد ټرمپ څخه غوښتي چې طالبانو سره مذاکرات له سره پيل کړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه غوښتي چې له طالبانو سره د سولي خبري له سره پیل کړي.

عمران خان پرون دوشنبه (سپتمبر ۲۳مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په څنډه کې له ښاغلي ټرمپ سره لیدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولي خبرو د بیا پیلیدو په اړه د پاکستان صدراعظم ته ژمنه ورنکړه، خو ویویل چې وبه وګوري.خو ښاغلي ټرمپ زیاته کړه، دا خندونکې خبره ده چې امریکا ۱۹ کاله په افغانستان کې جنګیږي.

پرون چین هم له طالبانو سره د امریکا د خبرو بیا پیلېدو ته هیله مندي ښوولې وه.

د امریکا ولسمشر د سپتمبر په اتمه له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل.

د پاکستان صدراعظم تر دې لیدنې دمخه په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو د شورا په کوربه توب جوړې شوې غونډه کې وویل چې طالبانو اوس زده کړه کړې ده.

"احساس کوم چې دا هغه طالبان نه دي چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا متحده ایالاتو لخوا لیري شول. مسایل بدل شوي دي. واقعیتونه بدل شوي، هغوی زده کړي دي. طالبانو درک کړې چې ټول افغانستان نه شي کنټرولولی . دافغانستان حکومت پوهیږي چې د سولې د معاملې یو ډول رامنځته کېدو ته اړتیا ده. باید یوه سیاسي حل لاره وي".

خو د افغانستان حکومت بیا وایې چې د طالبانو اعمال نه دې بدل شوي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تیر ماښام له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پاکستان د طالبانو په کړنو کې د بدلون لپاره لازم اقدامات نه دي ترسره کړي.

هغه زیاته کړه: " موږ هیله مند یو چې بالاخره پاکستان په سیمه کې په ریښتوني او معنالرونکي همکار بدل شي او د طالبانو ډلي او دهغوی مشران چې د پاکستان په خاوره کې دي، اړ باسي څو له جګړې لاس واخلي. د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره د پرمختګ یوازینۍ لاره د طالبانو د جګړې او تاوتریخوالی درول دي. که دا کار ونه شي ، موږ ادعا نشو کولی چې طالبان بدل شوي دي او یا دي کوم بل بدلون راغلی وي".

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر پر اتمه له طالبانو سره د امریکایې پلاوي خبرې وروسته له هغه لغو کړې چې دې ډلي د کابل ښار په شش درک سیمه کې د یوه ځانمرګي برید مسئولیت ومانه. په دغه برید کې د یوه امریکایې سرتیري په ګډون ۱۲ تنه پکي وژل شول.

نوموړي د سپتمبر پر ۹ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په وینا کې یو ځل بیا له طالبانو سره خبرې منتفي اعلان کړې.

د امریکا ولسمشر دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې طالبانو د کابل په شش درک سیمه کې د هغې حملې مسولیت واخیست چې د یوه امریکایې سرتیري په ګډون دوولس تنه پکي ووژل شول.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي خبرو تر لغوه کیدو وروسته د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبه په ورځ د سولي نړیوالې ورځي په مناسبت وویل چې که د طالبان سوله وغواړي، دولت د یوې شېبې لپاره هم جګړه نه غواړي.

XS
SM
MD
LG