د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

په لومړي ځل لیدنه کې د روسیې او اوکرایین ولسمشرانو سره لاس نه دی ورکړی


د روسیې او اوکرایین ولسمشران له موسکا پرته د کنفرانس خونې ته ننوتل او د کمرو په مخ کې یې له یو بل ته لاس ورنکړ.
د روسیې او اوکرایین ولسمشران له موسکا پرته د کنفرانس خونې ته ننوتل او د کمرو په مخ کې یې له یو بل ته لاس ورنکړ.

د روسیې او اوکرایین ولسمشرانو د لومړي ځل لپاره سره ولیدل.

له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسي دا لومړی ځل دی چې د روسیې او اوکرایین ولسمشران د رسنیو په مخ کې پر یوه میز کیناستلې دي.

د دوشنبه د ورځي دا لیدنه دغه راز د ولادیمیر پوتین او ولودیمیر زیلینسکي لومړنۍ لیدنه هم ده .

زیلینسکي د سږکال په اپریل کې د اوکرایین ولسمشر شو.

دا لیدنه د فرانسې او جرمنې په منځګړیتوب په پاریس کې وشوه.

هدف د اوکرایین په ختیځ کې د جګړو د ختمولو لاري چاري لټول بلل شوی دی.

دواړو ولسمشرانو تر دوه اړخیزې لیدنې وروسته په الیزه ماڼۍ کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون او د جرمني له صدراعظمې انګیلا مرکل سره هم څلور اړخیزه ناسته هم درلوده.

دوی له موسکا پرته د کنفرانس خونې ته ننوتل او د کمرو په مخ کې یې له یو بل ته لاس ورنکړ.

د کریملین ویاند دیمتري پسکوف بیا ویلي چې دغو مشرانو تر دې وړاندې یو بل ته لاس ورکړی وو.

پوتین دا لیدنه ښه بللې او ترې خوشحاله و.

د زیلینسکي د دفتر مرستیال کریلو تیموشینکو هم ویلي چې دواړو مشرانو د یوې اعلامیې پر مسودې بحث وکړ او پر هر بند بحث په آرامه فضا کې شوی دی.

د روسیې او اوکراین ولسمشرانو موافقه وکړه چې د ۲۰۱۹ کال ترپایه به د اوکراین په ختیځ کې د بشپړ او هراړخیز اوربند د تطبیق هڅه کوي.

د اوکراین په ختیځه سیمه دونباس کې د اوکرایني ځواکونو او روس پلوو بیلتونپالو ترمینځ د جګړې ختمولو ته د یوې حل لارې د موندلو په اړه د بحث لپاره په دې غونډه کې همداراز دواړو خواوو پریکړه وکړه چې د روان کال ترپایه به له دواړو خواوو څخه ټول اسیران خوشې کېږي.

د اوکرایین ولسمشر وویل، له سرمشریزې وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د اسیرانو تبادله به د ډسمبر په ۲۴ نېټه وشي.

اوکرایني ځواکونه او روس پلوې ملېشه ډلې د دې خبرو له پیلېدو مخکې د اوکراین په ختیځ کې د نښتو له دریو مهمو موقعیتونو څخه ووتل.

پوتین وویل چې دوی د اړیکو پر تودولو خبرې وکړې.

د پوتین او زیلینسکي دا لیدنه تر کېدو دمخه له مخالفتونو سره مخامخ شوه.

شاوخوا پنځه زره اوکرایینیان تر دې لیدنې یوه ورځ دمخه په کیف کې د زیلینسکي د دفتر مخ ته په اعتراض راټول شول.

معترضینو ویل چې یو موټی او ځواکمن هېواد غواړي.

دوی دغه راز وویل له دې ویره لري چې د زیلینسکي او پوتین لیدنه روسیې ته د اوکرایین د تسلیمېدو پیلامه نه وي.

د اوکرایین پخواني ولسمشر پترو پروشینکو د یکشنبه ورځي په مظاهرو کې له زیلینسکي وغوښتل چې له ولسمشر پوتین سره وګوري ، خو باور دې نه ورباندي کوي.

هغه وویل: "مونږ ددې لپاره دلته یو چې په بریا باور لرو او نه غواړو په هغه بیه چې زموږ اوکرایینې اتلانو د ۳۰۰ کاله جګړې په ترڅ کې زموږ د خپلواکۍ لپاره پرې کړې او هم یې په تېرو پنځو کلونو کې د روسیې د یرغل پر وړاندي مقاومت کړی، ناکام شو."

روسي چارواکو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکرایین کریمیا ټاپو وزمه په غیرقانوني ډول الحاق کړه.

تر هغه وروسته د اوکرایین په ختیځ کې د روس پلوه بیلتون پالو او اوکراییني سرتېرو ترمنځ جګړه پیل شوه چې تر اوسه څه باندې ۱۳ زره کسان په کي وژل شوي دي.

په دې جګړو کې د مسکو د مداخلې په اړه کافي شواهد شته خو مسکو د اوکرایین د بیلتون پالو پوځي، اقتصادي او سیاسي ملاتړ نه مني.

XS
SM
MD
LG