د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

محب: که طالبان سوله ونه‌کړي، موږ به جګړې ته دوام ورکړو


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال. September 30 2019
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال. September 30 2019

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د سولې له پروسې سره یوځای شي، او یا به‌یې پر وړاندې جګړه دوام وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دغه هېواد تر ولسمشرۍ انتخاباتو دوه ورځې وروسته تېر ماښام په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ۷۴مه عمومي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب خبرې وکړې او طالبانو ته‌یې دا پیغام ورکړ.

د حمدالله محب خبرې تر ډېره د افغانستان پر سولې او جګړې متمرکزې وې.

ښاغلي محب طالبانو او د ده په وینا د هغو بهرنیو تمویلوونکو ته له دې ځایه پیغام واستاوه.

ښاغلي محب زیاته کړه: "طالبانو او د هغو بهرنیو تمویلوونکو ته د افغانستان د خلکو پیغام، دا اوس واورۍ چې د سولې په پروسه کې زموږ سره یوځای شئ. او یا به موږ جګړې ته دوام ورکړو. هغسې چې زما همکارې عادله راز (په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې) تېره اوونۍ دلته په ملګرو ملتونو کې وویل، دا هغه جګړه ده چې موږ په‌کې بریالي کېدای شو."

ښاغلي محب زیاته کړه، افغانان د سولې راوستلو په برخه کې پر خپله وړتیا باوري دي او د سولې په برخه کې بل ګام به د خپلو افغانانو له‌خوا واخیستل شي.

طالبان د افغانستان حکومت د امریکا لاسپوڅی بولي او له افغان چارواکو سره مخامخ خبرې یې رد کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو په تېرو شااوخوا ۱۰ میاشتو کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې ۹ دوره خبري وکړې. بالاخره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد اعلان وکړ چې له طالبانو سره په اصولو کې یوې موافقې ته رسېدلي دي.

خو د سپټمبر د ۵مې نېټې د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو تر برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر ولیکل چې په کمپ ډېوېډ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غني او د طالبانو له مشرانو سره خبرې لغوه کړې.

په هغه برید کې ۱۰ ملکي وګړي، یو امریکایي سرتېری او یو رومانیایي عسکر ووژل شو.

ولسمشر ټرمپ له طالب مشرانو سره د خبرو تر لغوه کېدو دوه ورځې وروسته د سپټمبر په ۹مه خبریالانو ته په وینا کې طالبانو سره مذاکرات منتفي وبلل او پر دې ډلې یې د سختو بریدونو خبر ورکړ.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا هڅې وستایلې.

نوموړي په دغې غونډه کې وویل: "غواړم له خپلو ملګرو او نړیوالو شریکانو لکه امریکا، اروپایي ټولنې، جرمني ، ناروې، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، اندونیزیا، ازبکستان او نورو څخه چې د سولې د هڅو ملاتړ یې کړی، مننه وکړم."

ښاغلي محب وویل، سوله د ټولو ګډ هدف او وېره اچونه د ټولو ګډ دښمن دی.

نوموړي د خبرو په پای کې د ترورېزم پر وړاندي د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د لا ډېرې همکارۍ او لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه.

حمدالله محب زیاته کړه، افغانستان به د امریکا او متحدینو قربانۍ هېرې نه‌کړي.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امریکایي پوځيانو په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنګ کړ، د جګړو پر مهال څه باندې ۲۴۰۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG