د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

یوناما او په کابل کې د امریکا سفارت د افغانانو زړورتیا وستایله


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ټول هغه افغانان ستایلي چې پرون د سپټمبر په ۲۸مه یې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې رأیه ورکړه.

د یوناما په خبرپاڼه کې چې پرون ماښام خپره شوه، د افغانستان له ټولو هغو کورنیو او نړیوالو ادارو مننه شوې چې انتخابات یې ممکن کړل.

په اعلامیه کې هغه کسان غندل شوي چې د ټاکنو د بهیر لپاره یې د خنډ پېښولو هڅه وکړه.

په کابل کې د امریکا سفارت هم افغانانو ته د زړورتیا لپاره چې د تهدیدونو په اوج کې له کورونو ووتل او د خپل ډموکراتیک حق لپاره یې رأیه ورکړه، مبارکي ویلې ده.

د افغان د ولسمشریزو ټاکنو یو انځور
د افغان د ولسمشریزو ټاکنو یو انځور

په کابل کې د امریکا سفارت پر ټوېټر لیکلي چې ټول لوري په دې وخت کې چې د انتخاباتو مامورین د پایلو په نهايي کولو کار کوي، کرار واوسي او د افغانستان د قوانینو په ګډون ټولو انتخاباتي اصولو ته متعهد پاتې شي.

د امریکا سفارت لیکلي: د انتخاباتو ډموکراتیکه پروسه لا نه ده ختمه شوې او باید په حوصله د پایلو اعلان ته معطل شو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون پرون ماښام د ټاکنو په بهیر کې د یوشمېر بې نظمیو او سرغړونو رپوټ خپور کړ.

کمېسيون ویلي چې د یو شمېر رأيې ورکوونکو نومونه په لېستونو کې نه وو، په ځينو مرکزونو کې کارکوونکي په وخت کار ته نه وو حاضر شوي او په ځينو ځایونو کې د بایومټریک ماشینونو سم کار نه دی کړی.

د ورځې په پای کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دولتي ټلویزیونه په وینا کې وویل چې هر تخلف باید له قانوني لارو وڅېړل شي.

اشرف غني زیاته کړه: له اړوندو ادارو زموږ توقع دا ده چې د ټولو شکایتونه جدي ونیسي او درناوی ورته وشي، پاتې چارې او مسئولیت چې د دې پروسې بریالیتوب دی، په انتخاباتي کمېسونو پورې ارتباط لري، له دواړو کمېسيونو غواړو چې په پوره امانتدارۍ او بې طرفۍ سره عمل وکړي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون ویاند محمد قاسم الیاسي پرون ماسختن ازادي راډیو ته وویل چې ۱۸۶۹ شکایتونه ثبت شوي دي.

الیاسي وویل چې د شکایتونو د ثبت لپاره دوه ورځې نور وخت هم لري.

محمد قاسم الیاسي وایي: زموږ ارقام به د راتلونکو ۴۸ ساعتونو په ترځ کې مکمل شي، یعنې سره او ناسره شکایتونه به جلا کړو، خو ټول کولی شي چې په ۴۸ ساعتونو کې د اسنادو او شواهدو پر اساس خپل شکایتونه ثبت کړي.

الیاسي وویل چې دوه ورځې وروسته به په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو د څېړنې بهیر پیل شي چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو بهیر پرون سهار په اوو بجو پیل شو.

دا بهیر باید په درېیو بجو پای ته رسېدلی وای، خو دوه ساعته نور هم تمدید شو.

مرکزونه په پنځو بجو وتړل شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا رسماً دا اعلان نه دی کړی چې څومره خلکو برخه پکې اخیستې وه.

خو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون څارونکو ویلي چې ظاهراً د خلکو ګډون په خاص ډول د ښځو شمېر کم و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د رأیې د مرکزونو تر تړل کېدو وروسته وویل چې په ټول افغانستان کې وسله والو طالبانو ۶۸ حملې وکړې.

اندرابي وویل چې اکثر راکټي حملې وې.

مسعود انداربي زیاتوي:د انتخاباتو په ورځ دوه پولیس ووژل شول، یو سیمه ییز پولیس، دوه عسکر او ۳۷ ملکي وګړي زخمیان شول.

په کندهار کې پرون د انتخاباتو د بهیر تر پیل وروسته چاودنه وشوه.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، په کابل، جلال اباد او غزني کې هم چاودنې وشوې او په ځینو نورو ولایتونو لکه کونړ کې د استوګنو پر سیمو راکټي حملې شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون پرون په ټول افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر ۱۴ ښوودلی دی.

د ملي امنیت ریاست په بیان کې چې پرون خپور شوی، ویل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټاکنو د امنیت لپاره یوازې د کابل په شااوخوا کې ۱۶ ځایه عملیات وکړل او ۱۴ وسله وال طالبان یې چې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره کابل ته ننوتي وو، ونیول.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ اسوشېټېډ پرېس اژانس ته په مرکه کې وویل چې افغانانو پرون وسله والو طالبانو ته دا قوي پیغام ورکړ چې څه ډول هېواد غواړي.

XS
SM
MD
LG