د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

واشنګټن پوسټ: طالبانو روان کال د تېر کال په پرتله ډېر ملکیان وژلي


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو او د دې ټاکنو په وړاندې د امنیتي ګواښونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د شنبې په ورځ به د افغانستان د ولسمشرۍ څلورم ځل انتخابات ترسره شي.

واشنګټن پوسټ لیکي، وسله والو طالبانو روان کال د پروسږکال په پرتله ډېر ملکیان په افغانستان کې وژلي دي، خو طالبانو پخوا هڅه کوله چې هغه ملکیان په نښه نه کړي چې رأیه ورکوي.

ورځپاڼه لیکي، ممکن دا ځل د طالبانو شخړې په دوه دلیله زیاتې شي، لومړی دا چې طالبان ملکیانو ته اوس دومره پاملرنه نه کوي او غواړي چې د رأیو ورکوونکو ترمنځ ترهه خوره کړي، بل علت یې دا کېدای شي چې طالبان ښایي فکر کوي چې د ملکیانو د ځپلو له لارې خپل هدف ته چې له متحده ایالتونو سره یو جوړجاړی وکړي، ورسېږي.

د افغانستان حکومت خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې د انتخاباتو امنیت به ټینګ کړي او د دې لپاره یې ۷۲۰۰۰ امنیتي ځواکونه ګمارلي دي.

ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونه تر بل هر وخت اوس پیاوړي شوي دي او یاغیان نه شي کولی چې ګواښ رامنځته کړي.

خوشحال سعادت د کورنیو چارو امنیتي مرستیال هم پرون وویل چې د شنبې په ورځ به د رأیې ورکولو ۴۹۴۲ مرکزونه په ټول افغانستان کې پرانیستي وي.

د ښاغلي سعادت په وینا، انتخاباتي حوزې او مرکزونه په درې برجو وېشل شوي، هغه چې تهدید پکې زیات دی، متوسط تهدید ورته متوجې دی او تر لږ ګواښ لاندې دي.

نېشنل انټرسټ:

د لوېدیځ بله خپرونه نېشنل انټرسټ بیا له طالبانو سره د امریکایي پلاوي د لغوه شویو خبرو مسئلې ته اشاره کوي او لیکي، کوم توافق چې شوی و، هغه ډېرې ستونزې لرلې، خو هغه کسان چې له طالبانو سره پر ډیپلوماسۍ ټینګار کوي، هر وخت دا خبره کوي چې د جګړې د پای ته رسېدو یوازنۍ لار خبرې اترې دي.

نېشنل انټرسټ بیا د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن خبرې را اخیستي دي چې وایي، تاسو له خپلو ملګرو سره سوله نه کوئ، که غواړئ چې یو بغاوت د خبرو له لارې غلی کړئ، نو له خپل دښمن سره معاملې ته کېنئ.

خپرونه بیا لیکي چې د مېرمن کلنټن خبرې د خلیلزاد له توافق سره چې له طالبانو سره یې کړی دی، لږ توپیر لري.

طالبانو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې نېټې تر بریدونو مخکې ژمنه کړې وه چې ترورېزم ته به شا کړي او د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن به مهار کړي، خو داسې ونه شول او القاعده شبکې پر نیویارک او واشنګټن بریدونه وکړل.

نېشنل انټرسټ لیکي، ښایي اوس طالبان بدل شوي وي، خو ضروري نه ده چې بهتره شوي به وي او دا د خلیلزاد د سولې د خبرو پرمهال د طالبانو له بریدونو هم ښکاره شوه.

XS
SM
MD
LG