د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د سولې ولسي حرکت وایي، طالبانو د دې حرکت ۲۰ نور غړي هم له ځانه سره بیولي


د سولې د ولسي حرکت غړي
د سولې د ولسي حرکت غړي

لا هم د سولې ولسي حرکت د هغو څلورو غړو برخلیک معلوم نه وو چې طالبانو په هلمند کې یوه نامعلوم ځای ته بیولي دي، د دې حرکت غړي وایي، چې طالبانو یې نور کسان هم له ځانه سره بیولي او ځای یې معلوم نه‌دی.

د سولې د ولسي حرکت غړی پاچا خان مولاداد تېر ماښام د جون پر درېیمه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دغه حرکت نور غړي د دوشنبې په مازدیګر داسې مهال نامعلوم لوري ته بیول شوي چې هغوی لومړنیو څلورو ملګرو ته انتظار وو.

دی وايي:"پرون مازدیګر د طالبانو یوه بله ډله زموږ هغو ملګرو ته چې پخوانیو ملګرو ته انتظار ناست وو، راغلي او یو شمېر یې له ځانه سره بیولي دي. موږ تر اوسه نه پوهېږو چې طالبانو دغه کسان په څه نیت بیولي دي. څلور کسان مخکې وو او اوس یې له ۱۵ تر شلو پورې نور ملګري هم بیولي چې د بېلابېلو ولایتونو دي."

د سولې د ولسي حرکت غړي
د سولې د ولسي حرکت غړي

ښاغلي مولاداد دغه کسان د سولې د ولسي حرکت مخکښ او باصلاحیته غړي بللي دي چې دده په خبره د طالبانو تر واک لاندې سیمې ته تللي وو، څو د سولې غږ ورسوي.

دغه حرکت وایي، که یې ملګري په هر هدف بیول شوي وي، هیله لري د طالبانو مشران ورسره وګوري او خبرې ورسره وکړي.

د سولې د ولسي حرکت غړي د پنجشنبې په ورځ له لښکرګاه ووتل او پر نادعلي ولسوالۍ لومړۍ ګرشک او بیا د موسی کلا ولسوالۍ پر لور روان شول.

موسی کلا ولسوالۍ له کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

د ښاغلي مولاداد په خبره په‌دې ولسوالۍ کې تر شاوخوا لس کیلومتره مزل وروسته د یکشنبې په ورځ مازدیګر مهال د نوزاد رود په سیمه کې طالبانو په دې پلمه چې د هغوی له مشرانو سره به خبرې وکړي، د دې حرکت څلور غړي له ځانه سره نامعلوم لوري ته بیولي دي.

که څه هم د دې حرکت غړي وایي، لا تر اوسه وختي دی چې د خپلو ملګرو د امنیت په اړه اندیښمن شي، خو وایي، لوی تشویش یې دا دی چې د ملګرو ځای یې معلوم نه‌دی.

د سولې ولسي حرکت تېر کال هم غوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ولاړ شي، خو طالبانو ویلي وو چې امنیت یې نه‌شي ساتلی.

د سولې حرکت د غړو تر بیولو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته ویلي: "موږ دوی ته اجازه نه ورکوو زموږ خاورې ته ننوځي. دا غورځنګ د افغانستان د استخباراتو او په کابل کې د امریکا سفارت په مستقیمه لارښونه کار کوي."

په افغانستان کې د سولې ولسي حرکت د تېر لمریز کال په پسرلي کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د سولې او اوربند غوښتنې وروسته له هغه پیل کړې چې په دغه ښار کې پر یوه سپورټي لوبغالي په ځانمرګي برید کې ۱۶ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۵۲ نور ټپیان شول.

دغه حرکت له هغه وروسته پلازمېنې کابل ته پلي مزل پیل کړ چې په شاوخوا دیرشو ورځو کې ورسېدل. بیا یې دا حرکت د افغانستان تر شمال پورې هم وغځاوه.

له دې ټولو سره سره د اوربند په اړه د دی کاروان غږ وانه وریدل شو.

د دې ولسي هڅې ترڅنګ د افغانستان د حکومت له لوري په وار وار له طالبانو د اوربند غوښتنې مطرح شوې چې په تېر کوچني اختر کې طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې اوربند ومانه خو دا موده یې نوره ونه غځوله.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کوچني اختر په مناسبت په یوه تازه ویډیویي پیغام کې چې تېر ماښام خپور شو یو ځل بیا د اوربند په اړه څرګندونې کړي دي: "د افغانستان خلکو هیله درلوده که طالبانو په روژه کې اوربند ونه‌کړ، نو په اختر کې خو به یې وکړي، خو له بد‌ه‌مرغه طالبانو د خلکو دې هیلې ته په درنه سترګه ونه کتل. د افغانستان حکومت دوه کاله پخوا طالبانو ته د بې قید او شرط مذاکراتو وړاندیز وکړ، خو طالبانو رد کړ. بیا مو عملاً اوربند اعلان کړ، خو طالبانو ونه غځاوه. له هغې وروسته حکومت او زموږ امنیتي ځواکونه اوربند او د اوربند په اړه خبرو ته چمتو دي."

تر دې وړاندې د طالبانو مشر ملا هېبت الله هم د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې چې د شنبې په ورځ خپور شو ویلي:"هېڅوک دې دا تمه نه کوي چې موږ د جهاد پر تودو سنګرونو سړې اوبه واچوو."

دا پیغام ظاهراً د افغانستان د حکومت او خلکو له‌خوا د اوربند غوښتنې ته «نه» ځواب ورکول بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG