د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د ملګري ملتونو سرمنشي د سوریې د اساسي قانون کمېټې جوړېدو اعلان وکړ


ښاغلي ګوترش وویل، باور لري چې د اساسي قانون کمېټې جوړیدل به د سوریې د څه باندي اته کلنې کورنۍ جګړې پایته رسېدو لپاره د یوې سیاسي حل لاري پیل وي.
ښاغلي ګوترش وویل، باور لري چې د اساسي قانون کمېټې جوړیدل به د سوریې د څه باندي اته کلنې کورنۍ جګړې پایته رسېدو لپاره د یوې سیاسي حل لاري پیل وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، تر دوو کلونو خبرو وروسته د سوریې د اساسي قانون کمېټه تشکیل شوې ده.

ښاغلي ګوترش پرون دوشنبه (سپټمبر ۲۳مه) ددغه سازمان په مقر کې وویل، دا یوه معتبره، متوازنه او ټول شموله کمېټه ده او چې د بشار اسد رژیم او سیاسي مخالفینو استازي به پکې شامل وي.

د نوموړي په خبره د سوریې لپاره د ملګري ملتونو ځانګړی استازی ګیر پیدرسن به په راتلونکو اونیو کې د سوریې د اساسي قانون د کمېټې غونډه ترسره کړي.

ښاغلي ګوترش وویل، باور لري چې ددې کمېټې جوړیدل به د سوریې د څه باندي اته کلنې کورنۍ جګړې پایته رسېدو لپاره د یوې سیاسي حل لاري پیل وي.

د سوریې کورنۍ جګړه ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه چې تر ۴۰۰ زره ډیر کسان پکي وژل شوي او میلیونونه نور بېځایه شوي دي.
د سوریې کورنۍ جګړه ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه چې تر ۴۰۰ زره ډیر کسان پکي وژل شوي او میلیونونه نور بېځایه شوي دي.

ښاغلي ګوترش وویل، د سوریې حکومت او مخالفینو یې د یوه توافق لیک پر اساس خپلمنځي اختلافات پرېښي او د دې کمېټې پر جوړیدو یې موافقه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، دا کمېټه ۱۵۰ غړي لري او په هغه کې د دواړو لورو استازي او د نړیوالي ټولني غړي شامل دي.

د سوریې کورنۍ جګړه د ۲۰۱۱ کال له مارچ میاشتي پیل شوې چې تر ۴۰۰ زره ډیر کسان پکي وژل شوي او میلیونونه نور بېځایه شوي دي.

ټاکل شوې سوریه کې د ولسمشرۍ انتخابات په ۲۰۲۱ کال کې وشي.

ملګرې ملتونه هیله لري پر اساسي قانون خبرې داسي فضا او مکانیزم رامنځته کړي چې له آزادو او منصفانه انتخاباتو سره مرسته وکړي.

د سوریې چارواکي وایې، بشار اسد به بیا په دې انتخاباتو کې ګډون وکړي. مسکو او تهران د ښاغلي اسد د رژیم ملاتړي دي.

د سوریې د حکومت سیاسي مخالفین وایې ترڅو چې اسد واکمن وي، ددغه هېواد د ستونزو هواري لپاره به هیڅ ډول سیاسي حل لاره نه وي.

XS
SM
MD
LG