د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

امرالله صالح: د ټاکنو نوماندان دې د کوڅه‌یي قضاوت دود ختم کړي


د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح
د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغانستان په ولسمشریزو انتخاباتو کې "دولت جوړوونکی" ټاکنیز ټیم له خپلو سیالو ډلو وغوښتل چې د قانون او د خلکو د ارادې درناوی وکړي او د بریا په اړه دې له وخته مخکې قضاوت نه‌کوي.

د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دغه ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح دا خبره تېر ماښام د میزان/تلې پر ۸مه په کابل کې خبریالانو ته وکړه.

امرالله صالح وویل چې د انتخاباتو د پایلو په اړه د پرېکړې صلاحیت د انتخاباتي کمېسیونونو دی.

نوموړي که څه هم د کوم کاندید نوم وانه‌خیست، خو ویې‌ویل: "زه له ټولو کاندیدانو غواړم چې د کوڅه‌یي قضاوت دود ختم کړي او پرېږدي چې افغانستان د نورو متمدنو هېوادونو په څېر رسمي قضاوت ولري. هغه نهادونه چې د ګټلو او بایللو په اړه د قضاوت مشروع حق لري، د انتخاباتو خپلواک او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمېسیونونه دي."

په خپله ښاغلي صالح تر انتخاباتو یوه ورځ وروسته له امریکا غږ ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي وو چې د دولت جوړوونکي ټیم له ۶۰ تر ۷۰ سلنه رأیې ګټلې دي، خو په پرونیو خبرو کې نوموړي په دې اړه داسې وضاحت ورکړ: "ما هغوی (د امریکا غږ خبریال) ته وویل چې دا زموږ د ټیم دننه معلوماتو پر اساس یو کمپایني او د دولت جوړوونکي ټیم ګمان دی. زه په هېڅ صورت نه خپل ځان ته اجازه ورکوم چې قضاوت وکړو او نه نورو ته اجازه ورکوو چې انتخاباتي قضاوت کوڅه‌یي کړي."

د میزان د شپږمې ټاکنو لپاره د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیز ټیم
د میزان د شپږمې ټاکنو لپاره د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیز ټیم

د امرالله صالح تر دې خبرو څو ساعته دمخه د ثبات او هم‌پالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله ویلي چې تر نورو ټاکنیزو ټیمونو یې لوړې رأیې اخیستي دي او نوی حکومت به دوی جوړوي.

د ښاغلي عبدالله تر دې څرګندونو وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې هېڅ نوماند حق نه‌لري د رأیو تر شمېرل کېدو دمخه بریالیتوب اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "اصلي مرجع د اعلان کمېسیون دی، که دوی قانون ته درناوی لري. زه هیله‌منده یم چې ټول قانون ته ژمن واوسو. که دوی بایلونکي وي که ګټونکي له ځانه سره دې وساتي."

ټاکل شوې د تېرې شنبې د ورځې د ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې د میزان/تلې پر ۲۷ او وروستۍ پایلې یې د لړم پر ۱۶مه اعلان شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) همداراز په کابل کې د امريکا سفارت او اروپایې ټولنې د افغانستان د انتخاباتو له کاندیدانو غوښتي چې پایلې دې وار له مخه نه‌اټکل کوي.

د میزان/ تلې د ۶مې نېټې انتخاباتو لپاره ۹،۶ میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي وو، خو د څارونکو ادارو په وینا په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و.

د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې شااوخوا ۷ میلیونه کسانو رأیې کارولې وې.

XS
SM
MD
LG