د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

کورنیو چارو وزارت: طالبانو غوښتل چې انتخابات ۶۸ ځایه ګډ وډ کړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د هېواد په ۶۸ برخو کې غوښتل چې د رأیې ورکوونې د مرکزونو امنیت ګډ وډ کړي.

په افغانستان کې د شنبې د ورځې ولسمشرۍ ټاکنې له امنیتي ګواښونو لېرې نه وې.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د ټاکنو په ورځ د رأیې ورکوونې د ۶۸ مرکزونو پر وړاندې د طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړي.

دی وایي: دښمن په ټول افغانستان کې د ۶۸ ټاکنیزو مرکزونو پر وړاندې ګواښ جوړ کړی و او هڅه یې کوله چې له بېلابېلو لارو ټاکنې ګډې وډې کړي، خو افغان ځواکونه وتوانېدل چې د دې بریدونو مخنیوی وکړي، دښمن یوازې وتوانېد چې د راکټونو په توغولو او غږیزو بمونو سره یو شمېر برخو کې د خلکو لپاره اندېښنې پیدا کړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ د طالبانو ډېر خوځښت او خطر په تخار، لوګر، کونړ، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، فاریاب، کندز او کندهار ولایتونو کې وو.

په ورته وخت کې په بغلان، بدخشان، غور، فاریاب، غزني او کابل کې هم د نا امنۍ او چاودنو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د حکومت د مخالفو وسله‌والو په بریدونو کې دوه پولیس هم چې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت یې نیولی و، وژل شوي دي.

د هغه له قوله، په همدې ورځ درې افغان نظامیان او ۳۷ ملکیان ټپیان شوي هم دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد

خو له دې ټولو سره سره ملي دفاع وزارت وايي، د ولسمشرۍ ټاکنې د ولسي جرګې د ټاکنو په پرتله له امنیتي اړخه ښې وشوې.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د شنبې په ماښام یوه خبري غونډه کې وویل: د تېرو ټاکنو په پرتله په ځلونو د دښمن بریدونه کم وو، دا په دې مانا نه ده چې دښمن مو بریدونه نه دي کړي او دوی یعنې طالبانو چمتووالی نه درلود، بلکې څو ځایه یې بریدونه وکړل، یوازې په ۲۲ برخو کې د ځانګړيو ځواکونو له‌خوا عملیات وشول او دا سبب شول چې دښمن خپلې شومې موخې ته ونه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالبانو ګواښ کړی و چې د ولسمشرۍ ټاکنو امنیت به ګډ وډ کړي او له خلکو یې غوښتي وو چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

راپور: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG