د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

مخابراتي شبکو ته د طالبانو د تازه ګواښ له امله د انتخاباتو کمېسیون اندېښنه


ارشیف
ارشیف

د طالبانو له ګواښونو وروسته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په ورځ او د رأیو د شمېرنې د بهیر پر مهال د مخابراتي شبکو د فعالیتونو له احتمالي بندېدو اندېښنه ښيي.

طالبانو مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی چې که خپل فعالیتونه د دوی له غوښتنو سره سم بند نه کړي، نو تر برید لاندې به راشي.

اوس د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې که د ټاکنو په ورځ او د رأیو د شمېرنې په بهیر کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه له ځنډ او خڼد سره مخ شي، نو د دوی چارې به له ننګونو سره مخ کړي.

د دغه کمېسیون د مسؤلینو په خبره، د بایومټریک دستګاوو څخه د رأیې ورکوونکو معلومات د انټرنټ له لارې له ولسوالیو او ولایتونو د کمېسیون دفتر ته لېږدول کېږي چې د انټرنټ په پرې کېدو سره به دغه چاره له ځنډ سره مخ شي.

د دغه کمېسیون مرستیال عصمت الله مل ازادي راډیو ته وویل چې د مخابراتي شبکو د فعالیتونو له بندېدو سره به د لومړنیو پایلو او د رأیې ورکوونکو د شمېر په اعلان کې ځنډ راشي.

دی وایي: موږ هیله لرو چې له داسې مشکل سره مخ نشو، که انټرنټ پرې شي، د رایې اچونې په بهیر کې ځنډ نه راځي، خو يوازې پایلې په ځنډ سره اعلانېږي.

طالبانو په تازګۍ سره په يوه اعلامیه کې ویلي دي چې له هرې ممکنې لارې به هڅه کوي چې ولسمشریزې ټاکنې ګډې وډې کړي، دغې ډلې له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې له ګډونه ډډه وکړي.

څه موده وړاندې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي وو چې د طالبانو د ګواښونو له امله به یې په ۱۸ ولایتونو کې د شپې له مخې فعالیتونه بند وي.

په کندز، بغلان، تخار، بدخشان، جوزجان، سرپل، ارزګان او د هېواد په يو شمېر شمالي او جنوبي ولایتونو کې د ازادي راډیو د خبریالانو د راپورونو له مخې، په دغو ولایتونو کې پرته له سلام مخابراتي شبکې څخه چې هغه هم کله نا کله بندېږي، نورې ټولې شبکې کار نه کوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د ټاکنو او رأیې شمېرنې د بهیر پر مهال د مخابراتي شبکو د فعالیتونو پر وړاندې په لوړه کچه ګواښونه موجود دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ودانۍ
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ودانۍ

د دغه وزارت رسنیز سلاکار شېرشاه نوابي وايي: ټولې مخابراتي شبکې متعهدې شوي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، که څه هم ننګونې شته، خو د انتخاباتو بهیر ته د درناوي لپاره دوی ژمنه کړې چې د ټاکنو په ورځ دوی په ټولو ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو له دوامدره ساتلو درېغ نه کوي.

د طالبانو ګواښونه به د ټاکنو په ورځ او له هغه وروسته د اطلاع رسونې بهیر هم له ستونزو سره مخ کړي.

يو شمېر سیمه ییز خبریالان وايي، اندېښنه لري، هغه څه چې د ټاکنو په ورځ تېرېږي، په اړه یې خلکو ته د معلوماتو په رسولو کې پاتې راشي.

ارزګان مېشتی خبریال احسان الله ولسمل وایي: په کندز کې يوازې د سلام شبکه فعاله ده او د نورو شبکو فعالیت بند دی، که هغه هم بند شي، له ستونزو سره به مخ شو، موږ بیا نشو کولی چې د انتخاباتو په بهیر کې د شته ستونزو او شفافیت په اړه خلکو ته معلومات ورکړو چې دغې مسئلې موږ سخت اندېښمن کړي یوو.

ټاکل شوې چې د رایې اچونې بهیر د شنبې په ورځ د سهار په اوو بجو په ټول هېواد کې پیل شي، په دغه بهیر کې د ګډون لپاره له ۹ میليونو زیاتو کسانو نوملیکنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG