د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

د څار ځيني بنسټونه د ولسمشرۍ انتخابات ښه بولي، خو د خلکو د هرې رأی حساب غواړي


د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه غواړي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې رښتینې شمېرې له خلکو سره شریکې کړي.

دغه بنسټونه سره له دې چې د ولسمشرۍ سږني انتخابات ښه بولي، خو وایي چې د خلکو هره رأیه دې حساب شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ فیفا وایي، له وړاندې یې د انتخاباتي پروسې په اړه اندېښنې شریکې کړې وې، خو دا اندېښنې د انتخاباتو د کمېسیون له خوا جدي نه دي نیول شوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشيد وویل: موږ په بار بار وویل چې که ښه کمپاین تر سره نه شي، د ښځو د عکسونو په اړه له وړاندې پرېکړه ونه شي، په دې برخه کې له ښځو سره کار ونه شي، د نا امنیو له امله د ټاکنو د مراکزو په اړه ډاډ ورنه کړل شي، د رأی ورکوونکو نوملړ اصلاح نه شي، د بایومټریک دستګاوې مدیریت نه شي، که په دې ټولو عمل شوی وای، نن به له اوسني حالته په ښه وضعیت کې وو.

له دې سره د افغانستان د ازاد څار موسسه بیا وایي چې اټکل کوي چې په دې ټاکنو کې به تر درې میلیونو ډېرو خلکو ګډون نه وي کړی.

د دغې موسسې مشر مبین الله ایماق وویل: دا ځل د پارلماني ټاکنو په پرتله د خلکو ګډون کم و، موږ توقع نه لرو چې دا شمېر دې تر درې ميلیونو اضافه شي، ځکه دا شمېرې په تناقض کې دي، تقریباً د څه کم درې زرو مرکزونو رأیې یې ډېرې کمې اعلان کړې، اوس بیا نور مرکزونه دا نه شي کولی چې دومره شمېرې اعلان کړي چې دغې پروسې ته مشروعیت ورکړی شي.

نا امنۍ، په یو شمېر مرکزونو کې د رأی ورکوونکو په نوملړ کې د نومونو نشتوالی، بایومټریک سېستم کې ځینې ستونزې، د رأی کارولو پر وخت د ښځو د عکسونو اخیستل او له ولسمشریزو انتخاباتو سره هم مهاله د ولایتي شورا د ټاکنو نه کېدل هغه لاملونه دي چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو سره په پرتله د ۲۰۱۹ کال انتخاباتو کې د خلکو د ګډون د کمرنګوالي عوامل بلل کېږي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وایي چې دا ځل له دې پروسې په سمه توګه مدیریت شوی او تر دې دمه د حساب شویو رأیو له مخې ۲ میلیونه خلکو رأیې ورکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په دې تړاو وویل: په ټولو هغو مراکزو کې چې ټاکنې په کې ترسره کېدې، شمېر یې ۵۳۷۳ و، له دې شمېرې له ۳۷۳۶ مرکزونو نه چې ۱۷۶۸۹ محلونه کېږي، ۲میلیونه او ۱۹۶ زره او ۴۶۳ کسانو په دې پروسه کې ګډون کړی.

ټاکل شوې چې د ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې د روانې میزان میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم یا عقرب په شپږمه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG