د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې؛ تخمیني شمېرې د خلکو ګډون کم ښيي


د ټاکنو کمیسیون چارواکو د شپې ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۴۴۸۰ مرکزونو له ډلې ۲۵۹۷ مرکزونو د پایلو معلومات د کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي.
د ټاکنو کمیسیون چارواکو د شپې ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۴۴۸۰ مرکزونو له ډلې ۲۵۹۷ مرکزونو د پایلو معلومات د کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، تردې مهال د رأی ورکونې د ۴۴۸۰ مرکزونو له ډلې د ۲۵۹۷ مرکزونو د نتایجو لومړنۍ شمېرې د کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي.

ددغه کمیسیون غړو نن شپه شااوخوا ۱۱ بجې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د اټکل له مخې ددغو مرکزونو د رایو شمېر شااوخوا یو میلیون او ۵۰ زرو ته رسېږي.

ددغه کمیسیون کمیشنر اورنګزېب وویل، تراوسه له درېیو ولایتونو فاریاب، فراه او غزنی هېڅ پایلې دوی ته نه دي رسېدلي.

ددغه کمیسیون بل غړي مولانا محمد عبدالله وویل، دغه شمېرې په غیرمعیاري او اټکلیز ډول ډول جمع بندي شوي او سبا به د نورو پاتې مرکزونو پایلې هم ورسېږي.

د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکونې بهیر چې نن (میزان شپږمه) په سهار اوو بجو پیل شو، د مازدیګر په پنځو بجو په رسمي ډول پایته ورسېد. د رأی اچونې لپاره اته ساعته په پام کې نیول شوي وو، خو د ټاکنو کمیسیون دوه ساعته نور هم وغځېده.

د ټاکنو کمیسیونو د کړنلارې له مخې اوسمهال د رأی ورکونې په مرکزونو کې د رایو شمېرنه روانه ده او د هر محل پایلې به هملته څارونکو ته اعلان شي. سبا به له دغو مرکزونو د ولایتونو مرکزونو ته د انتخاباتي توکو لېږدول پيل شي.

تراوسه څرګنده نه ده چې په ټاکنو کې څومره کسانو رأی ورکړې ده، خو د ټاکنو څارونکو بنسټونو د تېرو انتخاباتو په پرتله د خلکو ونډه کمرنګه بللې ده.

د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې څه باندې نهه میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو نوملیکنه کړې وه. نن ۴۴۸۰ مرکزونه د رأی ورکوونکو پرمخ پرانستل شوي وو. د امنیتي ګواښونو د تړلي پاتې مرکزونو پر شمېر ۳۱ نور هم ورزیات شول او په ټوله کې ۴۶۲ مرکزونه په ټول افغانستان کې تړلي پاتې شول.

د ټاکنو کمیسیون چارواکو وویل چې وړاندې شوې شمېرې تخمیني دي او ددغو نتایجو جمع بندي په غیرمعیاري ډول شوې.
د ټاکنو کمیسیون چارواکو وویل چې وړاندې شوې شمېرې تخمیني دي او ددغو نتایجو جمع بندي په غیرمعیاري ډول شوې.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشرانو د رأی اچونې په پای کې د نن ورځې ټاکنو کې د خلکو ګډون وستایه.

ولسمشر اشرف غني دغه ټاکنې په افغانستان کې د جمهوریت بقا او د دغه هېواد بریاله وبلله او ویې ویل چې د افغانستان خلک وتوانېدل چې نړۍ ته د ولسواکۍ یوه بېلګه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان عظیم ولس په دې ملي پروسه کې په خپل پراخ حضور سره، خپل مهم مسوولیت په ډېر شوق او مېړانې تر سره کړ. اوس پاتې چارې او مسوولیت چې د دې ملي پروسې بریالیتوب دی، په ټاکنیزو کمېسیونونو پورې اړه لري."

د حکومت اجراییه ريیس عبدالله عبدالله وویل، خلکو ثابته کړه چې په ډیموکراسۍ باور لري. هغه زیاته کړه چې اوس د ټاکنیزو کمیسیونو وار دی چې د خلکو ارادې ته احترام وکړي.

"د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان د خلکو د قربانۍ، فداکارۍ، همت او عزت ته په پوره احترام د رایې په وسیله د خپل راتلونکي ټاکلو لپاره، د ټاکنو د رونټیا په اړه ډاډ ورکړي او خپل ډاډ په عمل کې وښيي. "

د رأی ورکولو بهیر ستونزې

تقریبا له ټولو ولایتونو د رأی ورکونې په بهیر کې د تخنیکي ستونزو راپورونه ورکړل شول چې د څارونکو بنسټونو په وینا ډېر کسان یې له رأی ورکولو محروم کړل.

په افغانستان کې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې له کوم جدي امنیتي ګواښ پرته ترسره شوې.
په افغانستان کې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې له کوم جدي امنیتي ګواښ پرته ترسره شوې.

ترټولو پراخه ستونزه د رأی ورکوونکو په لیست کې د رأی ورکوونکو د نوم نشتوالی و. ځینو کسانو چې تېر کال یې د همدې نوملړ له مخې د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه اخیستې وه، دا ځل یې نومونه نه لیدل کېدل.

ان د ولسشمرۍ نوماند شهاب حکیمي هم د همدې ستونزې په وجه ونه شوای کولی خپله رایه وکاروي.

امنیتي ستونزې

د ورځې په اوږدو کې امنیتي پېښې ډېرې وې، خو د مخالفینو د لویو بریدونو راپور ورنکړل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو د رأی اچونې بهیر پایته رسېدو وروسته نن ماښام د امنیتي پېښو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د دفاع وزیر اسدالله خالد وویل، په افغانستان کې تېرو ټاکنو ته په کتو دا ځل د مخالفینو بریدونه ډېر کم و. هغه وویل: "دا په دې معنا نه ده چې هغوی هڅه ونه کړه. هغوی خپل چمتووالی درلوده. په څو ځایونو کې یې بریدونه وکړل، خو د امنیتي ځواکونو د تېرې شپې ۲۲ عملیاتو د طالبانو د بریدونو مخه ونیوله."

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وویل، د دولت مخالفینو په ۶۸ سیمو کې د انتخاباتي مرکزونو شاوخوا او په لارو کې تحرکات درلودل.

د دولتي ځواکونو له کلکو امنیتي تدابیرو سره سره، مخالفینو په ۶۸ سیمو کې د انتخاباتي مرکزونو شاوخوا او په لارو کې تحرکات درلودل.
د دولتي ځواکونو له کلکو امنیتي تدابیرو سره سره، مخالفینو په ۶۸ سیمو کې د انتخاباتي مرکزونو شاوخوا او په لارو کې تحرکات درلودل.

ښاغلي اندرابي وویل، که څه هم په ځینو سیمو کې مقناطیسي ماینونو او غږیزو ماینونو په وسیله چاودنې وشوې او توغندي وتوغول شول، خو ویې نشوای کولی چې د رای ورکونې بهیر ګډوډ کړي.

د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې د مخالفینو ډېر تهدید په تخار، لوګر، کنرها، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، فاریاب، کندز او کندهار کې و چې چاودنې او توغندیز بریدونه پکې وشول.

په کندهار کې د دوو چاودنو راپور ورکړل شوی. په کابل کې هم د مقاطیسي ماینونو په وسیله دوه چاودنې شوي، د پلخمري ښار پر څنډو هم دوه توغندي ولګېدل او په ارزګان کې هم توغندويي بریدونه وشول.

په ورته وخت کې په بغلان، بدخشان، غور، فاریاب، غزني او کابل کې هم د نا امنۍ او چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې د نن ورځې په جګړو کې ۲۵۱ طالبان او دوه پولیس وژل شوي او دوه پوځیان، یو محلي پولیس او ۳۷ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG