د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

د څار بنسټونه: په ولسمشریزو ټاکنو کې د ځینو ستونزو له امله د ښځو ګډون کم و


پر انتخاباتو د څار یوشمېر بنسټونه وایي چې نه یوزاې په ولایتونو کې بلکې په کابل کې هم د بېلابېلو ستونزو له امله د ښځو ګډون کم و.

د کابل په ګډون د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشرۍ انتخابات د شنبې سهار په اوو بجو پیل شول.

دا ځل چې درې نیم میلیونه افغانو ښځو د رأیې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې وه، خو هغوی چې رأیه یې وکاروله، د دغې پروسې له ستونزو شکایت یې کاوه.

نوریې او منیرې چې د کابل ښار په زرغونې لېسه کې یې غوښتل رأیه وکاروي، په نوملړ کې یې نومونه نه وو.

دوی وویل:

"زموږ ستونزه دا ده چې په دې نا امنیو کې له څومره ستونزو سره راغلې یوو، خو دلته لا هم کارکوونکې نه دي راغلي او نومونه مو په نوملړ کې نشته."

"په نوملړ کې مې نوم نشته، په داسې حال کې چې ما همدلته نوم لیکنه کړې وه."

له بایومټریک سېستم سره د یوشمېر ښځینه کارکوونکو نه بلدتیا بیا بله ستونزه وه چې په ځينو محلونو کې ښځې ورسره مخ وې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وایي، دغو ستونزو نه یوازې په ولایتونو، بلکې په کابل کې هم د ښځو پر ګډون اغېز کړی و.

د دغه بنسټ ویانده سمیرا رسا وایي: له بده مرغه نه یوازې په ولایتونو کې، بلکې په کابل کې هم په دغو ټاکنو کې د ښځو ګډون کمرنګه و، یو لامل یې دا و چې په ولایتونو کې نا امني وه او بل یې د ښځینه کارکوونکو نه موجودیت و.

خو په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو ګډون په دغه پروسه کې د پام وړ و او دوی خوښې وې چې له خپل سیاسي حقه ګټه پورته کوي.

زینب هم رأیه ورکړې او هیله منده ده چې رأیه یې حساب شي.

دا وایي: دا مې دوهم ځل دی چې په انتخاباتو کې رأیه ورکوم، زه په دې خوښه یم چې حد اقل له دې حقه په ګټنې د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې ونډه لرم.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وایي چې له ستونزو سره سره د افغان مېرمنو ګډون په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ستایلو و.

د ډېرو ښځو باور دا دی چې په دې انتخاباتو سره به وکړای شي چې په هېواد کې د تحولاتو لپاره زمینه برابره شي، خو یو شمېر ښځې بیا ټینګار کوي چې که د امنیت له امله ډاډ موجود وای، د ښځو ګډون به پراخ و.

XS
SM
MD
LG