د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د ولسمشر فرمان کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي


ارشیف، د پلچرخي زندان نه ځینې زندانیان خوشې شوي دي, January 11, 2018
ارشیف، د پلچرخي زندان نه ځینې زندانیان خوشې شوي دي, January 11, 2018

د افغانستان د ولسمشر له لوري د شااوخوا ۹۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان په‌دې وروستیو کې د رسنیو د سر موضوع جوړوي.

دغه فرمان چې تر یوه حده عملي شوی هم دی، بېلابېل کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د افغان ولسمشر د اختریز پیغام راوروسته چې د ۸۸۷ بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه‌یې وکړه، د جون پر ۱۰مه یا دوشنبه د هرات له مرکزي زندانه ۳۸ طالب بندیان خوشې شول چې دا اقدام په کابل کې د امریکا د سفارت له‌خوا وستایل شو.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې تل‌پاتې سوله د ټولو له‌خوا د بخښنې او روغې جوړې څخه ریښه اخلي او زیاتوي چې د حکومت دا اقدام به د سولې مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

د امریکا سفارت له دې پیغام سره هم‌مهاله د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په یوې اعلامیه کې د افغان حکومت دا اقدام وستایه او د دې بهیر د دوام غوښتنه‌یې وکړه.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې له ۸۸۷ تنه خوشې کېدونکو بندیانو څخه ۲۶۱ تنه‌یې طالبان او پاتې نور یې عام وګړي دي چې د اعلامیې له مخې د جګړو په لیکو کې ښکېل نه‌‌دي او د دوی په خبره د ناسمو استخباراتي معلوماتو پر اساس نیول شوي وو.

دغه اعلامیه وایي، دا لړۍ تېره ورځ له یو شمېر ولایتونو او د کابل پلچرخي او بګرام له زندانونو پیل شوه، خو شمېر یې نه‌دی یاد کړی.

د افغانستان د محابسو د امنیتي چارو مرستیال محمد زمان احمدیار د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې شااوخوا ۳۰۰ طالبان د دولت له بنده خوشې شوي دي.

دی وايي: "د افغانستان د قانون مطابق او د ولسمشر د فرمان پر اساس هغه بندیان چې خپله قانوني موده حبس‌یې تېر کړی تقریباً ۸۸۷ تنه طالبان له بنده خوشې کېږي چې یو تعداد یې ۴-۵ ورځې دمخه خوشې شوي دي او د نورو اداري مراحل د بشپړېدو په حال کې دي. تقریباً ۳۰۰ کسان تر اوسه خوشې شوي دي."

خو ښاغلي احمد یار په‌دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل.

د طالبانو د خوشې کېدو په اړه د ولسمشر غني وروستي فرمان ځیني داسې انتقادونه هم راپورته کړي چې ولسمشر ګواکې د هغو کسانو د خوشې کېدو فرمان ورکړی چې لاسونه‌یې د دوی په خبره د افغانانو په وینو لړلي دي.

د ولسمشر له نږدې کړیو نیولې تر عامو خلکو دغه اندېښنې ښودلې دي.

یو شمېر عامو افغانانو ازادي راډیو ته وویل: "نوم مې عزیز دی. د دې خلکو خوشې کېدل د دې لپاره ښه نه‌دي، ځکه چې دوی بیا ځي غرونو ته خېژي او بیا انتحار او بیا انفجار کوي."

"د کابل ښاریان ښایي اندېښنې ولري. د دې کړنو لپاره باید یو ضمانت وي. ان‌شاءالله زموږ دولت به دا ضمانت اخیستی وي چې دوی «خوشې شوي کسان» بیا هغه پخوانۍ کړنې نه‌ترسره کوي."

له دې اندېښنو سره دا پوښتنه راپورته کېږي چې په‌داسې حال کې چې وسله‌والو طالبانو د حکومت د اوربند غوښتنه ونه‌منله او د جګړې ډګرونه‌یې تاوده ساتلي دي، نو ولسمشر ولې د طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړ؟

د سیاسي چارو څېړونکي وحید مژده له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په ترڅ کې د اعتماد جوړولو یوه هڅه وبلله چې ولسمشر یې دې کار ته اړ ایست.

د سیاسي چارو څېړونکی وحید مژده
د سیاسي چارو څېړونکی وحید مژده

دی وايي: "په شپږم دور مذاکراتو کې د خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ یو ځل بیا د بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه مطرح شوه او دا د امریکایانو غوښتنه ده چې په نتیجه کې یې اشرف غني مجبور شو چې دا خلک خوشې کړي، که څه هم د ده نژدې ملګري دې کار سره موافق نه‌دي. له دې ښکاري چې یو بل فشار دی چې دی مجبور دی خلک خوشې کړي، څو طالبان د خبرو په اووم پړاو کې په خبرو کې نرمښت وښیې."

د بندیانو خوشې کېدل هغه موضوع ده چې په قطر کې د طالبانو استازو په وار- وار له امریکایي پلاوي سره د خبرو پر مهال ټینګار پرې کړی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د مې په ۳۱مه د افغانستان د سولې په اړه د خپل سفر د اووم پړاو په پیلولو سره ویلي و چې دا ځل به یې له طالبانو سره خبري توپیر ولري او دا چې ځینې مسایل به وروستي شي.

که څه هم د افغان حکومت له‌خوا د طالبانو د خوشې کېدو په غبرګون کې د طالبانو په اعلامیې کې دا نه‌دي ویل شوي چې دا اقدام به د سولې پر مذاکراتو اغېز وکړي، خو د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبراغا وایي، دغه اقدام د طالبانو لپاره اهمیت لري او د ده په خبره ښایي د سولې پر مذاکراتو اغېز ولري.

د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبراغا
د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبراغا

سید اکبر اغا ازادي راډیو ته وویل: "هر زنداني د افغانستان یو څوک دی چې هغه هم پر طالب او هم پر ملت اغېز لري او له روغې جوړې سره مرسته کولای شي. دومره وایم دا ښه خبره ده د زندانیانو خوشې کېدل د سولې سره مرسته کولای شي، خو ښه به دا وی چې هغه زندانیان چې د بند موده‌یې پوره نه‌وه، د طالب په اشاره له بنده خلاص شوي وی، نو بیا به د دواړو لورو ترمنځ لا نور نږدېوالی راغلی وی."

سید اکبر اغا وایي، دا مهال ۴۵ زره طالبان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له دولت سره بندیان دي، خو افغان حکومت تر اوسه د بندي طالبانو کره شمېره نه‌ده یاده کړې.

د افغانستان د محابسو د عمومي ریاست د امنیتي چارو مرستیال ازادي راډیو ته وویل چې ۳۲۴۵۰ کسان دا مهال د افغانستان په زندانونو کې په بېلابېلو جرمونو بندیان دي.

محمد زمان احمد یار وایي، له‌دې څخه ۸۶۹۸ تنه‌یې د کورني او بهرني امنیت پر ضد د فعالیتونو په تور د بند شپې تېروي چې د نوموړي په خبره د طالبانو په ګډون د بېلابېلو وسله‌والو ډلو غړي په‌کې شامل دي.

له دې سره دا پوښتنه هم مطرح کېږي چې که طالب بندیان خوشې کېږي، نو د هغو افغان ځواکونو برخلیک به څنګه شي چې د جګړو په ډګرونو کې له وسله‌والو طالبانو سره بندیان دي؟

د افغانستان دفاع وزارت له طالبانو سره د اسیر شویو افغان امنیتي ځواکونو دقیق شمېر نه‌یادوي، خو وایي په وروستیو پسرلنیو عملیاتو کې یعنې له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې یې په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو پر ۹ زندانونو چاپې وهلې دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغو عملیاتو کې نږدې ۴۰۰ بندیان د طالبانو له زندانونو خوشې شوي دي چې ملکي وګړي هم په‌کې شامل دي.

دی زیاتوي: "تقریباً ۴۰۰ کسان ازاد شوي دي چې په غزني، هلمند، زابل، بغلان، کندز، غور او فاریاب کې عملیات شوي دي. تقریباً ۹ عملیات شوي دي، خو یو شی غواړم ووایم په‌دې عملیاتو کې موږ یو ټپي هم نه‌لرو، خو دښمن تلفات لري."

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف

ښاغلی عارف وایي، د دې عملیاتو ډېره برخه‌یې په تېره یوه میاشت کې ترسره شوې ده.

د افغانستان روان وضعیت ته په کتو د افغانستان خلک که له یوې خوا د جګړو له سرو لمبو ستړي او اندېښمن دي، خو بل لور د سولې مذاکراتو لپاره په قطر کې هلو ځلو ته هیله‌مند هم دي.

دا هیلې او اندېښنې داسې مهال راپورته شوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې اوس په افغانستان کې دی، په نږدې راتلونکي کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرو اووم پړاو پیل کړي.

په‌خپله خلیل‌زاد هم هیله ښودلې چې دا ځل به په خبرو کې ځیني مسایل وروستي شي.

له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې، اوربند او له افغانستانه د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرو فعالیتونو مخنیوی له هغو عمده غوښتنو دي چې د امریکا لوری یې له طالبانو غواړي، خو طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG