د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

ارګ د کابل تېرې ورځې برید په غندلو سره یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ وکړ


ارګ
ارګ

د افغانستان حکومت د کابل د تېرې ورځې برید په غندلو سره یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي تېر ماښام ناوخته پر ټویټر ولیکل چې افغان حکومت د کابل پرونی برید چې د روژې په میاشت کې یې بې‌ګناه ملکیان ووژل، په سختو الفاظو غندي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت له طالبانو غواړي په انساني دلایلو له اوربند سره موافقه وکړي او روژې میاشتې ته د درناوي او هم د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره دې، تاوتریخوالی کم کړي.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیز راس وېلسن هم تېر ماښام په کابل کې د بې‌ګناه خلکو وژنه په کلکه وغندله او د قربانیانو کورنیو ته‌یې تسلیت ووایه.

نوموړي پر ټویټر لیکلي چې اوس تر بل هر وخت افغانستان سولې او ارامۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تر دې برید وروسته چې د کابل په جنوب کې د ریشخور په سیمه کې شوی، وویل چې ځانمرګي برید کوونکي د ملکي وګړو په منځ کې چاودنه کړې، ۳ تنه ملکیان‌یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

که څه هم د دې برید مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې تر اوسه نه‌دی منلی، خو دولتي چارواکي دا د طالبانو کار بولي.

طالبانو په پرله‌پسې ډول د افغان حکومت له لوري د اوربند غوښتنې رد کړې او ټینګار کوي چې لومړی باید هغه زرګونه طالب بندیان د حکومت له‌خوا خوشې شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوي تړون کې موافقه ورباندې شوې وه.

د افغانستان د څو لسیزې جګړې ختمېدو ته وروسته له هغه هیلې ډېرې شوې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د دفبرورۍ پر ۲۹مه، د افغانستان د سولې په اړه یو تړون په قطر کې لاسلیک کړ.

د هوکړې لاسلیک
د هوکړې لاسلیک

که څه هم د دې تړون تر لاسلیک دمخه د یوې اوونې لپاره د طالبانو له لوري د یوې اوونۍ لپاره اورکم وشو، خو د تړون تر لاسلیک وروسته بېرته د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې ورځ تر بلې د بریدونو او تاوتریخوالي د ډېریدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې ترڅ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې یوناما د روانې اوونۍ په سر کې په دې هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه وښوده.

د یوناما په تازه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، په افغانستان کې ۵۳۳ ملکي کسان وژل شوي او ۷۶۰ ټپیان شوي دي.

یوناما: د روان ۲۰۱۷کال لومړیو درې میاشتو کې ۷۱۵ ملکیان وژل شوي

د یوناما په راپور کې د حکومت ضد وسله‌والې ډلې د ۵۵ سلنه تلفاتو مسؤلې ګڼل شوې دي.

یوناما وايي، طالبان د ۳۹ سلنه او د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګه د دغو تلفاتو د ۱۳ سلنې مسؤله ده.

د داعش ډلې ځيني جنګيالي
د داعش ډلې ځيني جنګيالي

د راپور پر بنسټ حکومت بیا د دې شمېر د تلفاتو ۳۲ سلنه مسؤل ګڼل شوی دی.

د چهارشنبې په ورځ یو بل برید هم په پلازمېنه کابل کې وشو چې درې تنه په‌کې ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG