د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

یوناما: د روان ۲۰۱۷کال لومړیو درې میاشتو کې ۷۱۵ ملکیان وژل شوي


په افغانستان کې د یوناما یا د ملګرو ملتوو سازمان د مرستندویه پلاوي دفتر وايي، په دې هېواد کې د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۷۱۵ ملکي کسان وژل شوي او ۱۴۶۶ ټپیان شوي دي.

له دې سره سره د دغه سازمان تازه موندنې ښيي چې د ملکي تلفاتو شمېر چې۲۱۸۱ تنه دی، د تېر کال په ورته موده کې دغه شمېره ۲۲۶۸ وه چې څلور سلنه کمی په کې راغلی دی.

په راپور کې راغلي چې له نا امنو سیمو څخه د خلکو کډه کېدل، د دې لامل شوي چې په ملکي تلفاتو کې کموالی راشي.

د ملکي کسانو په اړه د یوناما تازه را پور چې د روان میلادی کال په لومړیو درېو میاشتو کې یې د تلفاتو په اړه چمتو کړی او د پنجشنبې په ورځ یې خپورکړ، په کې راغلي چې په انتحاري حملو او ډله ییزو بریدونو کې، کابل ترنورو ولایتونو زیات تلفات لیدلي دي.

له کابل وروسته، هلمند، کندهار، ننګرهار او ارزګان هغه ولایتونه دي چې خلک یې د زیاتو ملکي تلفاتو شاهدان دي.

ځمکنۍ نښتې، ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد، انتحاري حملې او ډله ییز بریدونه، د ملکي تلفاتو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د ملکي کسانو تلفاتو او پر عامه او د هستوګنې پرځایونو د بریدونو زیاتوالي، دغه کمېسیون اندېښمن کړی دی.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په جنګ کې له ښکېلو دواړو خواوو وغوښتل چې د نښتو پرمهال دې نړیوال قوانین په جدي توګه په پام کې ونیسي:

"د وسله والو نښتو پرمهال د ملکي کسانو په زیاتو وژل کېدو او په تېره د دوی پر قربانېدو اندېښمن یو، ځکه چې هره ورځ پر عامه ځایونو، روغتیايي مرکزونو او د هستوګنې پر سیمو بریدونه کېږي چې دا د نړیوالو قوانینو څخه څرګنده سرغړونه ده، موږ هیله مند یو چې په جنګ کې ښکېل اړخونه، پام وکړي او نړیوال بشري قوانین په جدي توګه په پام کې ونیسي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د معلوماتو له مخي، د یوناما په چمتو شوي راپور کې په جنګ کې له ښکېلو اړخونه غوښتل شوي چې د ملکي کسانو د ژغورلو لپاره دې، له هرې ممکنې هڅې څخه کار واخیستل شي.

په راپورکې دا هم راغلي چې د ښځو په وژنو کې ۲۴ سلنه او د ماشومانو په وژنو کې ۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

راپور وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۷۳ ښځې او ۷۳۵ ماشومان وژل شوي دي.

یوناما په یادو درېیو میاشتو کې، د ۶۲ سلنې ملکي تلفاتو مسؤلیت پرمخالفو وسله والو ډلو او د ۲۱ سلنې، پرحکومت پلوه ځواکونو اچوي.

د یومانا په راپور کې د مخالفو وسله والو ډلو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جنګونه، د نه سلنې ملکي تلفاتو لاملونه ګڼل شوي او همدارنګه د نورو اته سلنې ملکي تلفاتو لامل، ناچاودي مهمات په ګوته شوي دي.

مخالفو وسله والو ډلو تراوسه د یوناما د راپور په اړه څه نه دي ویلي خو وسله والو طالبانو پخوا تردې، دغه راپورونه یو اړخیز او له واقعیتونو لېرې ګڼلي دي.

د افغانستان د د فاع وزارت ویاند دولت وزیري سره له دې چې د حکومت پلوه ځواکونو لخوا د ۲۱ سلنې ملکي تلفاتو د رسولو موضوع نه ردوي خو وايي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي هڅې کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ نه غواړو په دې اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړو، خو د دفاع وزارت هڅې کوي چې د ملکي تلفاتو کچه صفرته راټیټه کړي، د ملکي تلفاتو اصلي لامل، وسله وال مخالفین دي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د یوناما په تازه راپور کې د ملکي تلفاتو په برخه کې د امنیتي ځواکونو مسؤلیت کم ښودل شوی دی.

د دغه ریاست ویاند وايي، حکومت ژمن دی چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره، له نړیوالو بنسټونه سره جدي همکاري وکړي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG