د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

HRW:جګړو افغان ماشومانو ته وحشتناک زیان رسولی


د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان «Human Rights Watch» وايي، د افغانستان په اوږده جګړه کې ماشومانو ته په وحشتناک ډول زیات زیان رسېدلی دی.

دې سازمان په جګړه کې د ملکي تلفاتو په اړه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر«یوناما»د رپوټ په حواله ویلي چې د ماشومانو تلفات د اندېښنې وړ دي.

د بشري حقونو دڅارنې نړیوال سازمان د یوناما د رپوټ دې برخې ته اشاره کړې چې وايي، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۶۳۹ کوچنیان وژل شوي او تر۱۸۰۰ زیات زخمیان شوي دی.

یوناما: د روان کال ۹ میاشتو کې ۶۳۹ ماشومان وژل شوي
یوناما: د روان کال ۹ میاشتو کې ۶۳۹ ماشومان وژل شوي

دا د تېر کال په پرتله د جګړې له امله د کوچنیانو په تلفاتوکې ۱۵ سلنه زیاتوالی څرګندوي چې ساري نه لري.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د جګړې له امله د کوچنیانو تلفات د زیاتېدو په حال کې دي.

درپوټ په حواله، په افغانستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو له زیاتېدو او ډېرو سیمو ته د جګړې له پراختیا سره سږکال ډېر کوچنیان وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د نا چاودېدلو موادو او ماینونو ۸۴ سلنه قربانیان کوچنیان دي.

یاد سازمان د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله ویلي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتې برخې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو دی او د هغوی له ټولو ادعاوو سره چې د ملکي خلکو د امنیت په اړه یې کوي، زیات ملکيان په ګڼ مېشتو سیمو کې د انتحاري حملو له امله وژل کېږي.

د رپوټ په حواله، هغو وسله والو چې د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې یا داعش سره ځانونه متحد ګڼي، په وروستیو نهو میاشتو کې وحشتناک جنایات کړي چې په کابل کې د هزاره ګانو پر مظاهره حمله یې ښه بېلګه ده.

رپوټ وايي چې په کابل کې د هزاره ګانو پر مظاهره حمله وروستیو کلونو کې تر ټولو وژونکې اوخونړۍ وه.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان دې ته هم اشاره کړې چې د حکومتي ځواکونو په حملوکې زیات ملکي وګړي وژل او زخمیان کېږي.

رپوټ وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو او دحکومت سره د متحدو ډلو په حملو کې لږترلږه ۶۲۳ تنه وژل شوي او نږدې ۱۳ سوه تنه زخمیان شوي چې د تېرکال په پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

رپوټ ویلي چې زیات تلفات په هوايي حملو او په ګڼ مېشتو سیمو کې د چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله پېښ شوي دي.

د دې تلفاتو له دریو یوه برخه د نړیوالو ځواکونو د حملو له امله بلل شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» خبرداری ورکړی چې پر ملکي سیمو د بمباریو او د درنو وسلو د حملو د دوام په صورت کې به زیات ملکي وګړي ووژل او زخمیان شي چې کوچنیان هم پکې شاملېږي.

دې رپوټ ته په پام، د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جګړې پر ټولو خواوو غږ کړی چې د جګړې د نړیوالو قوانینو پر اساس، د ملکيانو او په ځانګړي ډول د کوچنیانو امنیت ته پام وکړي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي چې که داسې ونشي، ملکي تلفات او په ځانګړي ډول، د کوچنیانو قتلونه به جاري پاتې شي.

XS
SM
MD
LG