د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د م.م اندېښنه: ښايي راتلونکي کې یو "ورک او بې‌تعلیمه" نسل ولرو


ملګرو ملتونو افغانستان کې د جګړو په نتیجه کې د بې‌ځایه شویو د شمېر په زیاتېدو چې عمده برخه‌یې ماشومان جوړوي، اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې یوازې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لسو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې درې لکه او درویشت زره کسان بې‌ځایه شوي چې ۵۶ سلنه‌یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر چالوکا بیاني په خپل راپور کې وایي چې دغه کسان د هویت اسناد نه‌لري چې له امله‌یې ښایي د دوی ماشومان د اوږد مهال لپاره له تعلیمه بې‌برخې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر چالوکا بیاني
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر چالوکا بیاني

بیاني زیاته کړه:

"ماشومان د بې‌ځایه شویو وګړو ۵۶ فیصده جوړوي. تعلیم ته د دوی نه‌لاسرسی دا خطر رامنځته کوي چې موږ به په راتلونکي کې یو ورک نسل ولرو چې بې‌تعلیمه به وي."

نوموړی افغان دولت ملامتوي چې د بې‌ځایه شویو ملي پالېسي یې په سمه توګه نه‎ده عملي کړې.

د ملګرو ملتونو راپورټر همداراز وایي چې له پاکستانه راستانه شویو کډوالو هم دا ستونزه زیاته کړې چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو پنځلسو کلونو کې افغانستان کې څه باندې یو اعشاریه یو میلیون کسان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي چې عمده لامل‌یې نا امني ده.

د دغه وزارت مسؤلین وایي، دوی دا مهال له ناامنو سیمو د بې‌ځایه شویو وګړو په سروې بوخت دي څو مرستندویه مؤسسو ته‌یې معرفي کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یوناما مرستیال مارک باوډن وایي، که ناامني په همدې توګه دوام وکړي نو ښایي یوازې د روان کال په ترڅ کې د بې‌ځایه شویو شمېر څلور لکه ته زیات شي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما مرستیال مارک باوډن
د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما مرستیال مارک باوډن

مارک باوډن زیاته کړه:

"ښایي د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پایه په ټول افغانستان کې د بې‌ځایه شویو شمېر ۴ لکه ته ورسېږي. ممکن دا اټکل سم نه‌وي."

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو راپورټر وایي، دوی د سېپټمبر په میاشت کې له نړیوالې ټولنې د افغاني بې‌ځایه شویو وګړو لپاره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه چې د څلویښت فیصده مرستو لپاره‌یې مثبت ځواب تر لاسه کړی دی.

نوموړی له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د بې‌ځایه شویو ستونزو رسېدنې ته لومړیتوب ورکړي.

خو افغان حکومت بیا دا شمېري ناسمې بولي او وایي چې یو شمېر کسان د وخت په تېرېدو سره بېرته خپلو سیمو ته کډه شوي چې دا کسان په بې‌ځایه شویو کې نه‌شمېرل کېږي.

م.م: افغانستان کې ۳۲۳۰۰۰ کسان بې ځایه شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

XS
SM
MD
LG