د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

م.م: روان کال افغانستان ته څه باندې ۳.۵ لکه کډوال ستانه شوي


د ملګرو ملتونو نوې شمېرې ښیي چې څه باندي ۳۵۰۰۰۰ افغان کډوال روان کال له پاکستان څخه خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر روانه اوونۍ له پاکستان څخه افغانستان ته د بېرته ستانه شویو کډوالو د شمېر په اړه تازه ارقام خپاره کړي چې ښیي روان کال تر درې نیم لکه ډېر کډوال خپل جګړه ځپلي هېواد ته بېرته ستانه شوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د اکټوبر په لومړیو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې «یو، ان، اچ، سي، ار» د هغو بېرته ستانه شویو کډوالو شمېر چې راجستر شوي و، تر دوه سوه زره ډېر ښودلی وو، خو په نویو شمېرو کې هغه کډوال هم شامل دي چې راجستر شوي نه‌وو.

د دغه دفتر له‌خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې تر اوسه ۲۰۷۲۳۶ راجستر شوي او ۱۶۲۱۸۶ تنه هغه افغانان دي چې راجستر شوي نه‌دي.

په دغه راپور کې ویل شوي د جولای میاشتې راهیسي ۳۳۳۰۰۰ افغانان بېرته راګرځېدلي دي.

په یاد شوي راپور کې راغلي چې تمه ده د روان کال تر ختمېدو دمخه د راستانه شویو کډوالو شمېر ۴۴۶۰۰۰ ته ورسېږي.

داسې ښکاري چې د دغو کډوالو رسېدل به افغانستان له یو بل بشري بحران سره مخامخ کړي.

د دغه هېواد چارواکي له وړاندې د هغه بحران په اړه اندېښمن و چې د کورنۍ جګړې له کبله د سلګونه زره بې‌ځایه شویو کسانو له کبله رامنځته شوی دی.

د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویاندې «دانیل مویلان» ویلي چې یوازي په کندز او د افغانستان په ځینو جنوبي سیمو کې د تاوتریخوالي له کبله ۳۷۰۰۰ زره کسان په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي دي.

د روان کال د پیل راهیسي د کورنيو بې‌ځایه شویو شمېر ۳۲۳۵۰۰ ښودل شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي، پاکستان د یو اعشاریه څلور میلیونه راجستر شویو افغان کډوالو کوربه دی او په دې توګه د کډوالو د کوربه‌توب په برخه کې په نړۍ کې درېیم لوی هېواد ګڼل کېږي.

اټکل کېږي یو میلیون نور کډوال به هم په دغه هېواد کې وي چې راجستر شوي نه‌دي.

له ۲۰۰۹ کال راهیسې اسلام‌اباد په پرله‌پسې ډول د دغو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره ضرب‌الاجل ټاکلی دی او داسې وېره شته چې ښایي وروستی ضرب‌الاجل به د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشت وي.

XS
SM
MD
LG