د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

د فرانسې له یوه کمپه ۱۴ تنکي ځوانان بریتانیې ته ورسېدل


د فرانسې شمال کې د غیر قانوني مهاجرینو له کمپ "ځنګل" څخه پرون دوشنبه ۱۴ تنکي ځوانان بریتانیې ته ورسېدل.

دا تنکي ځوانان بریتانیې کې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره د یوځای کېدو لپاره ورغلي دي.

داسې ګڼل کېږي چې ګڼ شمېر نور غیرقانوني کډوال هم روانه اوونۍ بریتانیې ته ورسېږي.

په وروستیو دوو کلونو کې زرګونو بې‌سرپرسته او تنکي ځوانان په غیرقانوني لارو اروپايي اتحادیې ته رسېدلي دي.

د رپوټونو په حواله، هغه ۱۴ تنکي ځوانان چې پرون بریتانیې ته رسېدلي، تر ۱۷ کلونو کم عمر لري.

دا تنکي ځوانان پرون د لندن په جنوب کې د بریتانیې د کورنیو چارو وزارت ته ورسېدل.

بریتانیې حکومت د مرستندویه ټولنو، مذهبي مشرانو او د فرانسې د چارواکو د فشار له امله تیاري څرګنده کړې چې ګڼ شمېر تنکیو ځوانانو ته چې د فرانسې په کالې ښار کې د ځنګل له کمپه ورځي، پناه ورکړي.

د بریتانیې حکومت ژمنه کړې چې نورو درې زره تنکیو ځوانانو ته به چې د فرانسې په کالې ښار کې د ځنګل په کمپ کې بې‌سرپرسته پراته دي، د ورتګ اجازه ورکړي.

فرانسه کې د کالې کمپ
فرانسه کې د کالې کمپ

یوه بریتانوي وګړي اصف خان پرون اسوشیټېډ پرېس ته وویل چې ۱۴ کلن ورور یې په هغو خلکو کې دی چې شپږ میاشتې یې د ځنګل په کمپ کې تېرې کړې او له هغه ځایه بریتانیې ته رسېدلی دی.

اصف خان ویلي چې ورور یې له فرانسې تر بریتانیې سخت سفر کړی دی، خو هغه په‎ دې چې بلاخره، ورور یې ورسره یوځای شوی، خوشالي څرګنده کړې ځکه د اصف‎ خان په وینا، ډېر مهاجر په ځنګل کمپ کې د خرابو شرایطو له امله ان مړه شوي دي.

بریتانیې کې د بشري مرستو د یوې ادارې مأمورې بیت ګاردنر سمېت روېټرز خبري اژانس ته ویلي:

"لږ تر لږه زر تنه بې‌سرپرسته ماشومان لاهم په کالایس ښار کې د ځنګل په کمپ کې پاتې دي چې د ژوند شرایط‌یې ډېر سخت دي ځکه د فرانسې چارواکي غواړي چې دا کمپ وتړي. دا کمپ ښايي په راتلونکې یوه اوونۍ کې بند شي. دا چې یو شمېر تنکي ځوانان دلته رارسېدلي، ښه خبره ده خو دا کوچنی ګام دی. موږ د کورنیو چارو وزارت له دې کاره خوشاله یو چې دې تنکیو ځوانانو ته‌یې د راتګ اجازه ورکړه خو دا کار باید په راتلونکو اوونیو کې تکرار شي څو موږ خپل تعهد پر ځای کړی وي."

بریتانیه د دې لپاره چې له جغرافیايي اړخه له نورې اروپا جلا، د اوبو په منځ کې پرته ده، په وروستیو دوو کلونو کې په اروپا کې د غیر قانوني کډوالو له بحرانه تر ډېره حده څنډې ته پاتې شوې ده.

خو هغه کسان چې په انګرېزي ژبه خبرې کولای شي او د پيسو ګټلو په لټه کې دي، بریتانیې ته د رسېدو هڅې کوي.

له دې امله، هغه زرګونه غیرقانوني مهاجر چې غواړي بریتانیې ته ولاړ شي، په وروستیو کلونو کې فرانسې ته تللي او د دې هېواد په کالې ښار کې د ځنګل په کمپ کې اچول شوي دي.

د فرانسې حکومت په وروستیو کې اعلان وکړ چې د نوي میلادي کال تر رارسېدو، د کالې ښار د ځنګل کمپ بندوي.

له دې امله داسې ګڼل کېږي چې له ۶۰۰۰ تر لس زره غیرقانوني مهاجر چې لږ تر لږه ۱۳ سوه تنه په‎کې بې‌سرپرسته ماشومان او تنکي ځوانان دي، بل ځای ته ولېږدول شي.

XS
SM
MD
LG