د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

بلخ ته راکډه شوي کډوال وايي، له اړینو مرستو بې‌برخې دي


بلخ ولایت کې کورني بې‌ځایه شوي کډوال شکایت کوي چې مرستندویه ټولنې او محلي حکومت ورته تر دې دمه اړینې مرستې نه‎دي رسولي.

دې ولایت ته له فاریاب، سرپل، بغلان او کندز ولایتونو څخه د ناامنۍ له امله رابې‎ځایه شوي کډوال وايي چې د ژمي موسم په راتلو دی خو لا هم دوی اړینې مرستې نه‎دي ترلاسه کړي.

قیس او جواد د فاریاب او سرپل ولایت د ناامنیو له امله بلخ ته راکډه شوي، دوی یې په اړه وايي:

"زه قیس یم د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ څخه بلخ ته راغلی یم، ناامني زموږ په سیمو کې سبب شوه چې سلګونه کورنۍ بلخ ته راکډه شي او دلته هم مرسته نه‌شته او لاهم له پښتون کوټ، غورماچ او نورو سیمو څخه خلک د راستنېدو په حال کې دي."

"په سرپل کې ناامني زیاته ده، هلته اوس‌مهال څو ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي، موږ د ناامنۍ له وېرې بلخ ولایت ته راکډه شوو."

دا بې‎ځایه شوي کورني کډوال شکایت کوي چې نېږدې ۷۰۰ کورنۍ له فاریابه او همدارنګه څه باندې ۶۰۰ کورنۍ له سرپل ولایت څخه په تازه‎ګۍ د ناامنیو له امله بلخ ته راکډه شوي دي.

د بلخ ولایت چارواکو په خبره د یوې میاشتې په ترڅ کې د کندز ولایت د ناامنیو له امله پنځه زره تنه کسان دغه ولایت ته ستانه شوي دي.

د بلخ ولایت د کډوالو چارو ریاست مشر صبور قادري وايي چې دوی په هڅه کې دي څو لومړی د ناامنیو له امله د بې‌ځایه شویو کډوالو سروې ترسره او ورسته ورته اړینې مرستې مساعدې کړي.

قادري ازادي راډیو ته وویل:

"د ناامنیو له امله ۳۴۰۰ تنه کورني بې‌ځایه شوي کسان له موږ سره ثبت دي، خو د کندز ولایت له سقوط وروسته هم ۵ زره تنه نور کسان بلخ ته راکډه شول، خو موږ هڅه کوو په موقع مرستې ورورسوو."

دا په‎ داسې حال کې ده چې لاهم په فاریاب، بغلان او کندز کې جګړه روانه ده او د پوهانو په خبره چې دا وضعیت به د کورنیو بې‎ځایه شویو کسانو شمېر لا نور زیات کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG