د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

په بلخ کې د کندز پر ۱۷۴ جنګ ځپلو کورنیو مرستې ووېشل شوې


په شمال زون کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د سازمان کمېشنرۍ مسوولان وايي، چې په بلخ ولایت کې یې د کندزجنګ ځپلو ۱۷۴ کورنیو ته اړینې خوراکي او غیرخوراکي مرستې وېشلي دي.

په شمال زون کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د سازمان د کمېشنرۍ ویاند فهیم همدرد وايي چې یادې مرستې د (WFP) او د ماشومانو څخه د ملاتړ بنسټونو له خوا وېشل شوي دي.

ښاغلی فهیم همدرد وايي چې دا مرستې د (WFP) او د ماشومانو څخه د ملاتړ سازمانونو له خوا له کندزه بلخ ولایت ته را کډه شویو څه باندې ۱۷۰ کورنیو ته ووېشل شوي دي.

د یادې کمېشنرۍ د ویاند په خبره چې د کندز جګړې له امله بلخ ولایت ته څه باندې ۲ زره کورنۍ را بېځایه شوي دي او د ژوندانه بدي شپې او ورځې سبا کوي. فهیم همدرد یې په اړه وویل:

((په بلخ ولایت کې هم څه باندې ۲ زره او سل کورنۍ بېځایه شوي دي، چې نن تاسو شاهد وی چې په دویم ځل څه باندې ۱۷۰ کورنیو ته د (WFP) او د ماشومانو څخه د ملاتړ دفترونو لخوا خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترسره شوې.))

په بلخ کې د ماشومانو څخه د ملاتړ دفتر مشر محمد داوود یعقوبي وايي چې دا بنسټ د کندزجنګ ځپلو ته نورې مرستې هم ور برابر کړي.

په عین وخت له کندزه بلخ ولایت ته راستانه شوي کډوال وايي چې په هغه ولایت کې یې د جګړو له امله د کورنیو غړي له لاسه ورکړي او اوس مهال هم د کډوالۍ په بدو شرایط کې قرار لري.

یادو کورنیو د ملي یووالي له حکومته د اړینو اقتصادي او نقدی مرستو غوښتنه وکړه:

((شهید لرو، زوی مې شهید شو او ورسره خاوند مې هم شهید شو، دولت نه غواړو چې موږته سرپناه راکړي، دا پلاستیکي تشت سره زه څه وکړم موږ اقتصادي مرستو ته اړتیا لرو.))

په داسې حال کې په شمال زون کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان کمېشنرۍ مسوولان په بلخ ولایت کې د کندز جنګ ځپلو ۱۷۴ کورنیو ته د مرستو له وېشلو څخه خبر ورکوي، همدا اوس مهال د بلخ په حاجي کمپ کې څه باندې زر کورنۍ د ژوندانه بدې شپې او ورځې تېروي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG