د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

د کندز ښار اوسېدونکي: حکومت تر اوسه راسره مرسته نه‌ده کړې


د کندز ښار اوسېدونکي وايي، تېرې لس ورځنۍ جګړې عام خلک سخت زیانمن کړي او دا مهال د ښار ډېری اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

دوی وايي، د جګړې پر مهال په خپلو کورونو کې بند پاتي، خوراکي مواد یې خلاص شوي د ژوند ټولې چارې یې په ټپه درېدلي او اوس‌مهال له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کندز ښار څو تنو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره خپلې ستونزې داسې بیان کړې:

"موږ په جګړه کې محاصره وو موږ دومره توانايي نه‌درلوده چې له سیمې څخه ووځو او اوس‌مهال خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، تاسې دا زموږ غږ چارواکو ته ورسوئ چې له موږ سره مرسته وکړي."

"موږ په خپلو کورونو کې پاتې وو ځکه مالي امکانات مو نه‌درلودل چې خپل ماشومان د جنګ میدان څخه اوباسو، اوس له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ یو، دولت نه‌ غواړو چې له موږ سره د خوراکي توکو مرسته وکړي."

دغه جنګ ځپلي خلک وايي، مرکزي حکومت او د کندز سیمه‌ییزه اداره باید د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي او پر دوی باندې خوراکي توکي ووېشي څو د یو شمېر کورنیو لومړنۍ اړټیاوې هوارې شي.

بې‌ځایه شوي خلک وايي، حکومت باید دوی سره مرسته وکړي.
بې‌ځایه شوي خلک وايي، حکومت باید دوی سره مرسته وکړي.

دغه خلک وايي چې د ښار یو شمېر اوسېدونکي لاهم ډاډمن نه‌دي چې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي، ځکه لاهم د ښار په نېږدې څنډو کې وسله‌وال طالبان موجود دي او دغه ښار لا هم د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ دی.

د ښار څو تنو اوسېدونکو په دې اړه داسې وویل:

"موږ له ډېر ناخوالو سره مواجه یو دلته کونډې او یتیمان ژوند کوي، دولت تل له موږ سره ژمنې کوي، خو پرې عمل نه‌کوي، دغې جګړې ډېر زیانمن کړي یو در په دره یو."

"دغه مشکلات دي جنګ ده جګړه ده زموږ خلک ډېر متضرره شوي دي دولت باید له موږ سره کمک وکړي."

په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند سید محمود دانش بیا وايي چې دوی کمېسیونونه جوړ کړي او اوس‌مهال د زیانمن شویو کورنیو پر سروې بوخت دي او وروسته له سروې د ښار پر بې‌وزلو کورنیو باندې اړینې مرستې وېشل کېږي.

دانش: ډېر ژر به پر بې‌ځایه شویو کورنیو مرستې ووېشل شي.
دانش: ډېر ژر به پر بې‌ځایه شویو کورنیو مرستې ووېشل شي.

ښاغلی دانش زیاتوي:

"ښاغلي ولسمشر د کندز جنګ ځپلو خلکو سره اویا میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده او وروسته له سروې پر هره کورنۍ باندې لومړنۍ اړینې مرستې وېشل کېږي."

د کندز ښار اوسېدونکي وايي چې لا هم په دې ښار کې ډاډمن امنیت نه‌دی راغلی، ځکه لاهم د ښار شاوخوا سیمې د وسله‌والو طالبانو له موجودیت څخه نه‌دي تصفیه شوي او اوس هم د کندز مرکز د وسله‌والو طالبانو له جدي ګواښونو سره مخامخ دی.

د کندز ښار اوسېدونکي وايي دولت باید د ډاډمن امنیت تأمینولو په هدف د کندز ښار په څنډو کې تفصفیوي عملیات سره کړي څو ښارته د وسله‌والو طالبانو له‌خوا متوجې ګواښونه ختم شي.

بل‌خوا د کندز سیمه‌ییز چارواکي بیا وايي، هڅې کوي څو د ښار نېږدې څنډې د وسله‌والو طالبانو له حضور څخه تصفیه کړي، څو خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

څو ورځې وړاندې وسله‌والو طالبانو پر کندز ښار له څو طرفونو حمله وکړه چې وروسته یې ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې چې وروسته د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال پر شا وتمبول شول.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG