د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

هیومن رایټس واچ: افغانستان کې روانه جګړه څومره ناولې شوې؟


ډېرو لویديځو ورځپاڼو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

په کابل کې د سترې محکمې د ودانۍ په دروازه کې پرونۍ چاودنه په دې ښار کې وروستۍ خونړۍ پيښه ده چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

ګلوب اېنډ مېل:

کاناډایي ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې د دادخدا په نوم د دغې چاودنې د یوه عیني شاهد خبره را اخیستې چې ویلي یې دي، کله چې ېې د چادونې غږ واورېد سمدستي یې د محکمې د موټرو درولو پارک ته ور ودانګل چې خپل ورور چې په ستره محکمه کې کار کوي پیداکړي.

دی وایي، ورور یې ژوندی پیداکړ خو په خواشینۍ سره چې یو زیات شمېر نور کسان یې ولیدل چې وژل شوي او ټپیان شوي وو.

په کابل کې پرونۍ چاودنه په دې هېواد کې د روانې جګړې هغه ناوړه پېښه ده چې تلفات یې تر ډېره ملکیانو ته رسېږي.

هیومن رایټس واچ خپرونه:

هیومان رایټس واچ خپرونې هم د ملکي تلفاتو زیاتوالي ته اشاره کړې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یوناما د راپور په استناد لیکي چې دغه نوي ارقام د دې څرګندونه کوي چې په دې هېواد کې روانه جګړه څومره ناولې شوې ده.

نېشنل انټرسټ:

امریکایي نېشنل انټرسټ خپرونې هم دغې جګړې ته پام اړولی او لیکي:

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو محارب ماموریت پای ته ورسېد، د دغې جګړې په اړه چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، ډېر لږ ویل کېږي.

له پالیسي سره په تړاو بحثونو کې هغه دومره نه یادېږي او په دندو ګومارل شوي نوي لوړ پوړي امریکایي چارواکي هم پر دې دومره خبرې نه‎کوي.

د خپرونې په وینا دغه جګړه چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاین کې هم له پامه غورځول شوې وه، ان څېړنیزو مرکزونو هم هغه هېره کړې ده.

د نېشنل انټرسټ په لیکنه، داسې بریښي چې ګواکې دغه ۱۵ کلنه جګړه چې تر اوسه په‎کې له اتو زرو زیات امریکایي سرتېري ښکیل دي او په‎کې امریکایان تر اوسه خپل ژوند له لاسه ورکوي، ډېره په اسانۍ هېره شوې ده.

هغه جګړه چې ورځ تربلې خرابېږي او ښکاره ثبوت یې هم په دې هېواد کې په وروستیو میاشتو کې د نا امنیو زیاتوالی دی.

د نېشنل انټرسټ په وینا طالبان اوس پر دومره ډېرو سیمو واکمن دي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې یې ساری نه‎دی لیدل شوی، د ملکي تلفاتو شمېر له کله چې په ۲۰۰۹ میلادي کال یې د ثبتولو پروسه پیل شوې، زښت زیات شوي او افغان پولیسو او سرتېرو ته هم مرګ ژوبله ډېره زیاته شوې ده.

نېشنل انټرسټ د لیکنې په پای کې داسې نتیجه اخلي چې په افغانستان کې تر اوسه خطر لوړ دی، د دې هېواد د وضعیت له لاخرابېدو سره به د نجونو له زده کړې نیولې تر د ملي تأسیساتو تر پیاوړي کېدو د وروستیو کلونو ټولې لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ شي.

د خپرونې په وینا د امنیتي وضعیت د لاخرابېدو په صورت کې القاعده چې د ماتې په اړه یې د ادعاو خلاف تر اوسه له دې هېواده نه‎ده شړل شوې بیا سر راپورته کړي او بیا به پر متحدو ایالتونو نوې حملې پلان کړي. د نېشنل انټرسټ په لیکنه دا به دا معنی ولري چې تاریخ بیا تکرارېږي او بیا به په واشنګټن هر څوک د افغانستان خبره کوي.

XS
SM
MD
LG