د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

ایراني ځواکونو هرمز تنګي کې د تېلو ټانکر نیولی


ارشیف
ارشیف

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د تېلو د یوه ټانکر د نیولو خبر ورکړ چې د دوی په وینا په غیر قانوني ډول یې تېل لېږدول.

د ایران خبري آژانسونو راپور ورکړی دغه کښتۍ چې څه باندې یو میلیون لیټره تېل یې لېږدول د ډیسمبر پر ۲۹ په هرمز تنګي کې د ابوموسی ټاپو ته څېرمه درول شوې ده.

د ایران فارس خبري آژانس دا خبره د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د یوې اعلامیې په حواله کړې ده.

په دې راپور کې چې د ډیسمبر پر دېرشمه خپور شو راغلي چې دغه د تېلو ټانکر د یوه بهرني هیواد بیرغ لري خو د هغه هېواد نوم نه دی یاد شوی.

ایرنا خبري آژانس هم د ایران د سمندري ځواکونو د یوه قومندان علي عظمایې له قوله ویلي چې په دې کښتۍ کې یو میلیون او ۳۱۲ زره لیتره قاچاقي تېل او ۱۶ مالیزیایي عمله نیول شوې ده.

ځیني راپورونه بیا وایي ۱۲ بهرني اتباع له دې کښتۍ سره نیول شوي دي.

تر اوسه کوم نړیوال سوداګریز شرکت یا بهرنیو حکومتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایران سمندري ځواکونه وخت ناوخت په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د تېلو د قاچاق په تور کوچنۍ کښتۍ دروي.

خو ایراني ځواکونو روان میلادي کال دغه راز د نورو هیوادونو بیرغ لرونکي څو نړیوالې تېل وړونکې کښتۍ هم نیولې دي.

د ایران دا اقدام وروسته له هغه وشو چې امریکا تېرکال پر ایران اقتصادي بندیزونه زیات کړل او د ایران د تېلو د صادراتو اونړیوالو مارکیټونو ته یې د دې هېواد د لاسرسي مخه ونیوله.

لویدیځو چارواکو د روان کال په سر کې د ایران یوه تېلو وړونکې کښتۍ په دې تور ونیوله چې د دوی په خبره د نړیوالو بندیزونو پر خلاف یې سوریې ته په پټه تیل وړل.

دا کښتۍ بیا وروسته بېرته خوشې شوه.

امریکایې چارواکو د ډیسمبر پر دېرشمه وویل وروسته له هغه چې متحده ایالاتونو یوه ورځ دمخه په سوریې او عراق کې د ایران پلوه ملیشو پنځه مرکزونه وویشتل، احتمالي انتقامي اقدامات په پام کې لري.

ابوموسی جزیره چې د ایران په اختیار کې ده، د جغرافیایي موقعیت او سټراټیژیک اهمیت له کبله په تېرو څو لسیزو کې د ایران او عربي متحده اماراتو ترمنځ د لانجې سیمه ده.

XS
SM
MD
LG