د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

هند: ایران د تېلو د انتقال په یوه بېړۍ کې ۱۲ نیول شوي هندیان بېرته خوشې کړي


د ام ټي ریا د بېړۍ یو انځور
د ام ټي ریا د بېړۍ یو انځور

د هند حکومت پرون د جولای په شپږویشتمه وویل چې ایران هغه دولس هندي وګړي خوشې کړي چې د تېلو د انتقال په یوه بېړۍ کې چې د پانامې تر بیرغ لاندې چلېده، نیول شوي وو، خوشې کړي دي.

د ایران حکومت د جولای په څوارلسمه نېټه د ام ټي ریا (MT Riah) په نوم بېړۍ نیولې وه.

تهران تور پورې کړی و چې په دې بېړۍ کې تېل قاچاق کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هرمز په تنګي کې د تېلو پر لېږد را لېږد د ایران، امریکا او بریتانیا ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د هرمز تنګی د فارس خلیج د عربو له سمندرګي سره نښلوي.

خو د هند حکومت ویلي چې د پانامې تر بيرغ لاندې په چلېدونکې بېړۍ کې درې نور هندي وګړي هم نیول شوي چې لا هم له ایران سره دي.

د هند حکومت د جولای په پنځه ویشتمه اعلان وکړ چې په ایران کې هندي ډيپلوماتانو ته اجازه ورکړل شوې چې له هغو هندي وګړو سره چې د بریتانیې په بېړۍ کې نیول شوي، وګوري او خبرې وکړي.

ایران تېره اوونۍ د بریتانیې د تېلو د ټانکرونو یوه ستره بېړۍ ستنا امپریو (Stena Impero) د هرمز په تنګي کې ونیوه چې په هغه کې هم اتلس تنه هندي وګړو کار کاوه چې لا هم له ایران سره دي.

د ازادې اروپا راډیو د خبرونو د مرکز په حواله، د بریتانیې بېړۍ او ۲۳ عمله یې د ایران په بندر عباس کې ساتل شوي دي.

په دې بېړۍ کې پر اتلس هندیانو سربېره، درې روسان، یو لاتویايي او یو فلیپينی وګړی هم نیول شوي دي.

ایران تور پورې کړی چې د بریتانیې دې بېړۍ پر نړیوالو سمندري قوانینو تېری کړی دی.

خو بریتانیې دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې بېړۍ یې په قانوني ډول د عُمان په خلیج کې حرکت کاوه خو د ایران ځواکونو درولې ده.

د ایراني رسنیو په حواله، د عُمان حکومت د بریتانیې او ایران ترمنځ د لانجې د حل لپاره د منځګړي په توګه رامخکې شوی دی.

د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا په حواله، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون په تهران کې د عُمان د بهرنیو چارو له وزیر یوسف بن علوي بن عبدالله سره کتلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیې شاهي سمندري ځواکونو د جولای په څلورمه نېټه د ایران یوه بېړۍ ګريس یو (Grace 1) د جبل الطارق په ابنا کې ودروله.

بریتانیې تور پورې کړ چې ایران په دې بېړې کې په قاچاقي ډول سوریې ته تېل لېږدول او په دې ډول یې پر سوریې د تېلو نړیوال تحریم ماتاوه.

XS
SM
MD
LG