د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د واشنګټن او نوې ډېلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا هڅې


ټرمپ له مودي سره په احمداباد کې
ټرمپ له مودي سره په احمداباد کې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د واشنګټن او نوې ډېلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړي کېدو ژمنه وکړه.

ډونالد ټرمپ چې په دوه ورځني سفر هند ته تللی نن په احمد اباد ښار کې شااوخوا سلو زرو راټولو شویو کسانو ته په وینا کې دا خبره وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن د فبرورۍ ۲۴مه له هند سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړي کېدو د ژمنې ترڅنګ له دې هېواد سره د پوځي همکارۍ یادونه هم وکړه.

ولسمشر ټرمپ په هند کې په یوه لوی ورزشي سټډیوم کې د وینا پر مهال وویل چې امریکا چمتو ده هند ته تر ټولو ښه او تر ټولو وېروونکي پوځي تجهیزات برابر کړي چې د ده په خبره له ‌ډرونه (بې‌پیلوټه الوتکه) نیولې تر هلیکوپټرو او توغندویي سیستمونو هم په‌کې شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فضایي همکاریو د ډېرېدو په تمه دی او دا چې دواړه لوري یوه لوی سوداګریز تړون ته د رسېدو په لومړنیو پړاوونو کې دي.

ډونالد ټرمپ په احمد اباد کې د وینا پر مهال.
ډونالد ټرمپ په احمد اباد کې د وینا پر مهال.

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ ویلي وو چې لوی تړونونه به وروسته ته پرېږدي.

هغه زیاته کړه: "زه نه‌پوهېږم دا کار به تر انتخاباتو دمخه وشي که نه، خو موږ به له هند سره یوه ډېره لویه معامله ولرو."

د امریکا ولسمشر د ترورېزم پر وړاندي مبارزه کې د خپل هېواد او هند د قربانیو یادونه وکړه او زیاته‌یې کړه چې د افراطیت مفکورې د له‌منځه وړلو لپاره به په ګډه کار وکړي.

نوموړي وویل: "د امریکا متحده ایالات او هند ډېر نږدې متحدین دي، د هر ډول اسلامي افراطیت او ترورېزم د ګواښونو څخه به د خپلو وګړو دفاع وکړو."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات به له پاکستان سره هم د ترورېستانو او بنسټ‌پالو د ځپلو لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي وویل، ۸۰۰۰ مایله مزل‌یې کړی څو د هند وګړو ته دا پیغام ورسوي چې امریکا د هند درناوی کوي او تل به د هند خلکو ته رښتینی او وفادار ملګری وي.

ښاغلي ټرمپ په دې وینا کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي وستایه او هغه‌یې د هند یو داسې اتل وباله چې د دې هېواد لپاره‌یې شپه او ورځ کار کړی دی.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي او ډونالد ټرمپ
د هند صدراعظم نرېندرا مودي او ډونالد ټرمپ

د هند خلکو نن له خپلو دودیزو کالیو او نڅاګانو سره په داسې حال کې چې د ولسمشر ټرمپ تر الوتکې پورې یې لاره سرې غالۍ هوارې کړې وې، د هغه تود هرکلی وکړ.

د اسوشیټد خبري اژانس د راپور له مخې د احمد اباد کارګرو د ښاغلي ټرمپ تر سفر یوه ورځ دمخه دغه ښار پاک او په ګلانو یې ښکلی کړی وو.

تر ډېره ولسمشر ټرمپ په خپلو بهرنیو سفرونو کې د هېوادونو د بېلابېلو تاریخي سیمو له لیدو او هلته له ورتلو ډډه کوي، خو دا ځل ولسمشر ټرمپ او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ د هند تاریخي او نامتو ماڼۍ تاج محل څخه لیدنه وکړه.

تمه ده د امریکا ولسمشر د سفر په وروستۍ ورځ یعنې سه شنبه یوه ورځ په پلازمېنه ډېلي کې پاتې شي او د هند تر دودیزې ډوډۍ خوړلو وروسته به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ پر سوداګریزو مسایلو خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG