د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د ایران مذهبي مشر د اعتراضونو ختمولو لپاره د هر راز اقدام فرمان ورکړی


 ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي
ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي

رویټرز خبري آژانس د ایران د لوړ پوړو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وایې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي امنیتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د وروستیو اعتراضونو د ختمېدو لپاره دې هر هغه کار وکړي چې لازم وي.

رویټرز خبري آژانس د دوشنبه په ورځ د ایران د ستر مذهبي مشر د نږدې کړیو په حواله دا راپور ورکړ.

دغو چارواکو چې نومونه یې نه دې اخستي رویترز آژانس ته ویلي چې آیت الله علي خامنه یې د نومبر پر ۱۷ مه دوه ورځې وروسته له هغه چې په هغه هېواد کې پراخ اعتراضونه پیل شول لوړ پوړي امنیتي او دولتي چارواکي ورغوښتي او سپارښتنه یې کړې چې د دې اعتراضونو د ختمېدو لپاره هر هغه کار چې لازم وي، وکړي.

یوې سرچینې رویترز ته د خامنه یې له قوله ویلي چې نوموړي په همدې غونډه کې وویل: "اسلامي جمهوریت په خطر کې دی، د نارامیو د ختمولو لپاره هر هغه کار وکړئ چې لازم دی، دا زما فرمان دی."

د راپور له مخې له دغې سپارښتنې سره د اعتراض کونکو خونړي ځپل پیل شول چې په ایران کې د ۱۹۷۹ میلادي کال اسلامي انقلاب راهیسې یې ساری نه درلود.

رویټرز د ایران د کورنیو چارو وزارت د دریو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې تاییدوي د نومبر د اعتراضونو په نږدې دوو اونیو کې ۱۵۰۰ کسان ووژل شول.

ایراني چارواکو تر اوسه د وژل شویو کسانو کره شمېره نه ده ورکړې خو د بښنې نړیوال سازمان / امنستي انټرنېشل اټکل کوي چې په دې اعتراضونو کې لږ تر لږه ۳۰۴ کسان وژل شوي دي.

امریکا ویلي د ایران په وروستیو لاریونونو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي
امریکا ویلي د ایران په وروستیو لاریونونو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت بیا د څه باندې ۱۰۰۰ کسانو د وژل کېدو خبره کوي.

بلخوا د ایران یوې سیاسي فعالي شیرین عبادي د آزادي راډیو فردا څانګي ته ویلي چې خامنه یې په ایران کې د وروستیو پېښو مسؤل دی.

هغه وايي: " ښاغلی خامنه یې د ټولو هغو پېښو چې په ایران کې کېږي، قانوني او ریښتونی مسؤل دی، په دې کې د نومبر د میاشتې دردوونکي پېښې هم شاملې دي، د رویټرز د راپور له مخې چې نوموړي پوځي قومندانانو ته سپارښتنه کوي چې هرڅه لازم وي، وې کړئ، دا په حقیقت کې د خلکو د وژلو فرمان دی."

د ایران سیاسي فعاله شیرین عبادي
د ایران سیاسي فعاله شیرین عبادي

میرمن عبادي دا هم ویلي چې د ایران چارواکو لخوا د وژل شویو کسانو د شمېرې پټول په دې مانا ده چې دا بشري ناورین رامنځته شوی او حتی د دې په باور ښایې د وژل شویو شمېره تر دې هم لوړه وي.

د ایران په تقریباً سلو ښارونو کې پراخ اعتراضونه د نومبر پر ۱۵ مه وروسته له هغه راپورته شول چې حکومت د تېلو د بیې د لوړېدو اعلان وکړ.

بلخوا د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي رضا ظریفیان یګانه د ډیسمبر پر ۲۳ د رویټرز دا راپور یو ناسم پروپاګند بللی دی.

XS
SM
MD
LG